د لاس رسي وړ اتصالات

کرزي له افغانانو وغوښتل چې د جوزا په ۲۴ بیا رایه ورکړي


ارشیف
ارشیف
جمهور رئیس حامد کرزي له ټولو افغانانو غوښتي چې د جمهوري ریاست د ټاکنو په دویم پړاوکې دې پراخه برخه واخلي او د هېواد د نېکبختۍ لپاره د خپلې خوښې کاندید ته رایه ورکړي.

په پام کې ده، چې د جمهوري ریاست د دویم پړاو ټاکنې د جورا په ۲۴ د شنبې په ورځ وشي.

دغو ټاکنو کې دوه مخکښ کاندیدان عبدالله عبدالله او اشرف غني احمدزی یو بل سره سیالي کوي.

ښاغلي کرزي پخپله پنځلس ورځینۍ رادیويي وینا کې د ټاکنو په تیر پراو کې د خلکو ګډون ستایلی دی.

ښاغلي کرزي ویلي چې د ناامنیو د ګواښونو سره سره په ټاکنو کې د افغانانو پراخه ګډون نړۍ ته دا وښوده، چې افغانان خپل حق او قدرت پوهیږي او ورځینې د خپل وطن د خیر او پیاوړتیا لپاره کار اخلې.

ښاغلي کرزي په دغه راډیوي وینا کې ډاډ څرګند کړی چې افغانان به بیا هم د جوزا په ۲۴ له خپلو کورونو راووځي او رایه به ورکړي.

هغه وایي "ځما هیله داده چې ځما کران ولس د جوزا ۲۴ د افغانستان د بریالیتوب ورځ د روښانه او بسیا راتلونکی په لور د خوځښت او د افغانستان د سولي او ثبات د ورځې په توګه وګڼي بهر راووځي او دخپلې خوښې کاندید ته رایه ورکړي".

د افغانستان د جمهوري ریاست د دوهم پراو ټاکنو ته په داسې حال کې شپاړس ورځې پاته دي چې د ټاکنو د خپلواک کمیسیون په وینا د انتخاباتو په لومړي پړاو کې د حمل په ۱۶ ورځ د اوو میلونو نه زیاتو افغانانو چې ۳۶٪ یې ښځې وې خپلې رایي و کارولې او د خپلې خوښې کاندیدانو ته یې رایه وکړله.
XS
SM
MD
LG