د لاس رسي وړ اتصالات

طالبانو نیول شوي امریکايي سرتیری خوشي کړ


امریکايي چارواکي وايي طالبانو موافقه وکړه چې سرجن بوي برگډال، د گوانتانامو د زندان نه د پنځو طالب بندیانو په بدل کې خوشی کړي.
امریکايي چارواکي وايي طالبانو موافقه وکړه چې سرجن بوي برگډال، د گوانتانامو د زندان نه د پنځو طالب بندیانو په بدل کې خوشی کړي.
په افغانستان کې طالبانو په ګوانتنامو زندان کې د خپلو پنځو بندیانو د خوشي کېدو په بدل کې،له دوی سره بندي امریکايي سرتیری ازاد کړ.

امریکایی چارواکي وايي طالبانو هغه امریکایي عسکر خوشی کړی دی چې
نژدې پنځه کاله یې وړاندې یې په افغانستان کې نیولی او په کوم نامعلوم ځای کې یې بندي کړی و .

دغه چارواکي وايي طالبانو موافقه وکړه چې سرجن بوي برگډال، د گوانتانامو د زندان نه د پنځو طالب بندیانو په بدل کې خوشی کړي.

د بندیانو دغه تبادله د قطر د حکومت په منځگړیتوب شوې ده .

چارواکي وايي د اته ویشت کلن برگډال صحت ښه دی او د امریکا د پوځ تر مراقبت لاندې دی.

برگډال د امریکا د ایداهو ایالت اوسېدونکی دی، او ۲۰۰۹ کال د جون له دېرشمې نېټې راپدېخوا طالبانو نیولی او بندي کړی و .

د امریکا ولسمشر بارک اوباما نن د شنبې ( مۍ ۳۱) په ورځ په بیان کی وویل چې د برگډال خلاصول امریکایانو ته زمونږ دغه ژمنه بیا ور په زړه کوي چې هیڅ یو پوځي ، ښځه او نارینه به، په میدان پری نه ږدو.

د دفاع وزیر چک هېگل وایي، د امریکا حکومت هیڅکله سرجن برگډال نه دی هیر کړی، او نه مو د هغه د خلاصولو او بیرته راوړلو لپاره د هلوځلو نه لاس اخستی دی.
XS
SM
MD
LG