د لاس رسي وړ اتصالات

د سولې شورا د طالبانو د بندیانو د تبادلې هرکلی کړی دی


ارشیف
ارشیف
د افغانستان د سولې عالي شورا د ګوانتانامو له زندان نه د پنځه طالبانو طالب چارواکو د خوشې کیدلو د پریکړي هرکلی کړی او هیله یې ښودلې ده چې دا اقدام به د سولې د خبرو لپاره د باور د فضا په برابرولو کې ډیره مرسته وکړي.

د افغانستان د سولې د عالي شورا د بهرنیو اړیکو سلاکار محمد اسمعیل قاسمیار امریکا غږ اشنا رادیو ته وویل چې ددغو پنځه طالب چارواکو د خوشې کیدلو په مسله د تیرو دوه کالو راهیسې خبرې روانې وي او ښکیلو اړخونو له دمخه په دغې تبادلې سره موافقه کړی وه .

ښاغلي قاسمیار وویل چې په دې لړ کې د سولې د عالي شورا یو هیت هم په ګوانتانامو کې د دغو طالب بندیانو سره کتلي وو او په دې هکله چې هغوي به له بند وروسته چیرته اوسیږي ورسره یې خبرې کړې وې.

طالبانو او د امریکا متحده ایالاتو د یو لړ اوږدو خبرو وروسته د شنبې په ماښام د یو بندي امریکایي بریدمن بوي برګډال د خوشې کیدلو په بدل کې د ګوانتانامو له زندانه د پنځه طالب چارواکو په خوشې کیدلو سره سلا وکړله.

طالبانو په یو بیان کې ددغې تبادلې په باب ویلي دي چې دا تبادله د خوست په ولایت کې شوي ده.

طالبانو د یو امریکايي عسکر په بدل کې د خپلو پنځو پخوانیو چارواکو په خوشې کیدلو خوښي څرګنده کړې او ویلي دي چې دغه پنځه خوشې شوي پخواني چارواکي به د یکشنبې په ورځ د ګوانتانامو نه قطر ته ورسیږي.

د طالبانو لخوا په یو خپور شوي بیان کې ویل شوي چې بریدمن بوي برګډال د شنبې د ورځې د ماښام په اوو بجو د خوست په ولایت کې امریکايي‌ لوري ته سپارل شوی دی.

طالبانو ویلي دي چې ددغه امریکايي‌ عسکر په بدل کې پنځه خوشې شوي‌ د طالبانو پخواني چارواکي تیر ماښام په اوو بجو یو قطري هیت چې له درې ورځو په ګوانتانامو کې دیره وو ، سپارل شوي دي.

طالبانو تایید کړې چې په خوشې شوو کسانو کې ملا فضل آخند، ملا نور الله نوري، ملا خیرالله خیرخواه، ملا عبدالحق وثیق او مولوي محمد نبي شامل دي.

طالبانو په دې بیان کې ویلي دي چې دا بندیان امریکا سره د غیرو مستقیمو خبرو په ترڅ کې چې د قطري چارواکو لخوا ترسره کیدلې، آزاد شوي‌ دي.

طالبانو ددغو بندیانو خوشې کیدلو له امله خپلو پلویانو ته مبارکي ورکړې ده او ویلي دي چې راخوشې شوي پخواني طالب چارواکي به د قطر په هیواد کې د خپلو کورنیو غړو سره واوسیږي.

طالبانو ویلي دي چې دغو پنځه پخوانیو چارواکو ته به قطر ته د رسیدلو په وخت د طالبانو د هییت لخوا چې لا دمخه په دغه هیواد کې دیره دی هرکلی وویل شي.

د طالبانو دغه پنځه چارواکي د تیرو دیارلس کالو راپدې خوا د ګوانتانامو په زندان کې بندیان وو، خو بوي‌ برګډال په ۲۰۰۹ کال کې د پکتیکا په ولایت کې د طالبانو په لاس بندي شوی وو.
د بوي برګډال د خوشې کیدلو اعلان تیر ماښام د سپینې ماڼۍ لخوا وشو.
XS
SM
MD
LG