د لاس رسي وړ اتصالات

ځانمرگي د ننګرهار په بهسودو کې درې ترکان وژلي


ارشیف
ارشیف
یوه ځانمرګي بریدکوونکي، د دوشنبې په سهار د ننګرهار د بهسودو په ولسوالۍ کې د ترکانو د یو ساختماني شرکت درې ترکي کارکوونکي وژلي او یو یې ټپي کړی دی.

ولایتي چارواکي وایي چې ځانمرګي بریدکوونکي، چاودیدونکي مواد په زرنج ډوله رېکشا کې ځای په ځای کړي وو، او د یوه ترکي خصوصي ساختماني شرکت چې د فردا په نوم یادیږي، د سپرلیو له فلاینکوچ سره یې ځان الوزولی او ددغه شرکت درې ترکي کارکوونکي وژلي، بل ترکی یې ټپي کړی.

پدغه چاودنه کې د سیمې یو افغان ماشوم هم ټپي شوی دی.

د فردا په نوم د ترکانو دغه ساختماني شرکت په بهسودو کې پولیسو ته لوژستیکي مرکز جوړوي.

د ننګرهار د والي ویاند احمدضياء عبدالزي امریکا غږ ته ویلي، ځانمرګی برید د جلال اباد - کنړ په لویه لاره د بهسود د بنګاه په سیمه کې شوی دی، او د ترکانو د فردا د شرکت انجنیران او کارکوونکي، په بهسودو کې د پولیسو د لوژستیکي مرکز چې د جوړولو قراردادیان دي، په لاره وو چې ددغې پیښې ښکار شول.

ښاغلي عبدالزي وویل ‪"‬پېښه سهار اووه بجې او پنخلس دقیقې رامنځته شوه، چاودیدونکي مواد په زرنج کې ځای په ځای شوي وو، کله چې د ترکانو فلاینکوچ ور نېږدې کیږي ځان الوزوي.‪"‬

په جلال اباد کې د امریکا غږ خبریال ضياء الرحمن حسرت وايي چې د پیښې وروسته سیمه د پولیسو له خوا کلابنده شوې او پولیسو د پیښې په باب پلټنې پیل کړي دي.

لا هم چا ددغې پېښې مسؤلیت په غاړه ندی اخېستی.

په ننګرهار کې د مدني ټولنو یو شمیر استازي وايي، پدغه ولایت کې خلک د وروستیو نا امنیو نه په تنګ راغلي، دوی په حکومت غږ کوي، چې د ناامنیو مخه ونیسي.

دا چاودنه په داسې حال کې کیږي، چې طالبانو یو ځل بیا خلک ګواښلي چې د ټاکنو په دوهم پړاوو کې برخه وانخلي، دوی د ټاکنو په لومړي پړاوو کې هم خلک ګواښلي وو، خو بیا هم نېږدې اووه ملیونو خلکو په ټاکنو کې برخه واخېستله.
XS
SM
MD
LG