د لاس رسي وړ اتصالات

مستغني: د ۵ طالبانو خوشې کول د تفاهم په خلاف دي


د بهرنیو چارو وزارت ویاند احمد شکیب مستغني

د بهرنیو چارو وزارت ویاند احمد شکیب مستغني

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، د ګوانتانامو له زندان نه د پنځو طالب مشرانو خوشې کول، د امریکا او افغانستان ترمنځ د شوي تفاهم په خلاف کار دی.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند احمد شکیب مستغني د دوشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل، د امریکا متحده ایالاتو او د افغانستان حکومت ترمنځ ددغو پنځو طالب مشرانو چې له ګوانتانامو څخه د شنبې په ورځ د یو امریکايي عسکر په مقابل کې خوشې شوي او قطر ته انتقال شوي دي، تفاهم شوی وو، چې دوی به له خوشې کولو وروسته کابل ته راوړل کیږي، او بیا به له ځانګړو مراسمو وروسته خپلو کورنیو سره یو ځای کیږي.

خو د بهرنیو چارو وزارت ویاند وویل، اوس دا کار د تفاهم په خلاف شوی دی او دا طالب مشران قطر ته وړل شوي دي.

ښاغلي مستغني وویل، د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په رسمي ډول په کابل کې د امریکا سفارت ته یاداښت هم سپارلی دی.

ښاغلي مستغني وویل ‪"‬د امریکا متحده ایالات نه شي کولی، د افغانستان اتباع له یوه بهرني زندان نه بل بهرني زندان ته ولېږدوي.‪"‬

د بهرنیو چارو وزارت وايي، بل رسمي یاداښت یې د قطر حکومت ته هم سپارلی دی، او قطر ته یې ویلي، که افغان زندانیان له ګوانټنامو قطر ته ددې لپاره لېږدول شوي وي، چې هلته هم تر نظارت لاندې وي او ازادي یې سلب وي، نو بیا قطر د کومو نړیوالو حقوقو په اساس دا کار کړی دی.

د بهرنیو چارو وزارت وايي، که د ګوانټنامو دغه زندانیان د هغوی په خوښه، د کاملې ازادۍ سره خوشې شوي وي، نو د افغانستان حکومت ددې خوشې کېدو هرکلی کوي.

او که دوی لا هم زنداني وي، تر نظارت لاندې وي او یا یې ازادي سلب وي، نو بیا د افغانستان حکومت پدې ټړاوو اعتراض او احتجاج لري.

د پاکستان له لورې د راکټي بریدونو په اړه غبرگون

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د پاکستان له لوري د ډیورینډ د کرښې په اوږدو کې د پاکستان د راکټي او هوايي بریدونو په تړاوو وویل چې لا هم افغان حکومت د ډیپلوماټیکو هڅو نه کار اخلي، که ډيپلوماټیکي هڅې یې بریالۍ نه شي، اقتصادي او نظامي اختیارونه یې په مخ کې دي.

ښاغلي مستغني وویل، تېره اوونۍ د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په کابل کې د پاکستان سفیر احضار کړی و، او ورته یې ویلي، که راکټي بریدونه و نه دریږي نو ښايي د دواړو ملکونو اړېکې ترینګلې شي.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند وايي، د امریکا سفارت ته یې هم د پاکستان د بریدونو په تړاوو رسمي یاداښت سپارلی دی.

ښاغلي مستغني، د پاکستان د حکومت له لورې د افغانستان د شاژدافیر احضارول غلط کار وګاڼه.

په دې وروستیو کې د افغانستان د ملي دفاع وزیر جنرال بسم الله خان ویلي وو، که پاکستان بریدونه و نه دروي، دوی د بالمثل عمل لپاره نظامي تیاری هم نېولی دی.
XS
SM
MD
LG