د لاس رسي وړ اتصالات

کننګهم:خوشې شوي طالب بندیان گواښ نه پیښوي


د امریکا سفیر جیمز کننګهم
د امریکا سفیر جیمز کننګهم
په افغانستان کې د امریکا سفیر جیمز کننګهم وايي، له ګوانټنامو نه د طالبانو د پنځو زندانیانو د خوشې کولو او افغانستان ته د سپارلو په سر له افغان حکومت سره له مخکې تفاهم نه وو شوی، بلکې دا پنځه طالب زندانیان د قطر د حکومت په منځګړیتوب د امریکايي عسکر په بدل کې خوشې شوي دي او دوحه ته بیول شوي دي.

ښاغلي کننګهم وویل، چې دا خوشې شوي طالب مشران د امریکا او افغانستان لپاره تهدید نه دي، بلکې په قطر کې د فعالیتونو د محدودیت په شرط خوشې شوي دي.

ښاغلي کننګهم په کابل کې خبریالانو ته وویل، چې په قطر کې د طالبانو دفتر تړلی خو دی لا هم نه پوهیږي، چې ایا پدغه هیواد کې د طالبانو استازي شته او کنه.

هغه وویل، ددغو طالبانو د خوشې کولو په سر خبرې له کلونو روانې وې، او افغان حکومت یې له دغو خبرو خبر کړی دی.

ښاغلي کننګهم زیاته کړه ‪"‬زه نه غواړم په هغو جزئياتو وغږېږم، چې مونږ د قطر له حکومت سره د زندانیانو په تړاوو ترسره کړي دي، مونږ احساس کوو، چې مؤثر تدابیر نیول شوي، چې د دوی فعالیتونه به محدود وي او امریکا ته به تهدید نه وي. دا چې ولې قطر ته لیږل شوي او افغانستان ته ندي لیږل شوي، دا کلونو راهېسې د مذاکرو په چوکاټ کې وو.‪"‬

هغه وویل، دا چې د دغو طالبانو فعالیتونه به محدود وي او امریکا ته ګواښ ندي، نو څنګه به په افغانستان اغیز وکړي.

د پاکستان بریدونه

د امریکا سفیر، پر افغانستان د پاکستان د بریدونو په تړاو وویل، چې امریکا ددې مسئلې د هوارولو لپاره له پخوا څخه ښکېله ده او له خپلو لارو یې هڅې کړې دي.

ښاغلي کننګهم وویل، چې د دواړو هیوادونو ترمنځ د پولې د امنیت په اړه یو لړ مسائل شته او دواړه هیوادونه باید د ډیپلوماټیکو او نظامي مشرانو له لارې هڅه وکړي، چې دا مسئله په خبرو هواره کړي.

هغه وویل امریکا د پاکستان له لوري پر افغانستان باندې د بریدونو نه هیڅ ملاتړ نه کوي.

تېره ورځ د افغانستان د وزیرانو شورا پدې مسئله کې د امریکا غلي پاتې کېدل د افغانستان او امریکا ترمنځ د ستراتیژیک سند په تضاد ګڼلي وو، خو سفیر کننګهم پدې تړاو د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل، پدغه سند کې امریکا نده متعهده شوې چې امریکايي ځواکونه دې د تهدید په حالت کې کوم ځانګړی عمل وښيي، بلکې په سند کې راغلي چې د افغانستان امنیت او ثبات مهم دی او که تهدید رامنځ ته کیږي، د افغانستان حکومت سره به د ځواب ویلو په تړاو سلا مشوره او مرسته کیږي.

د اوباما اعلان

د امریکا سفیر جیمز کننګهم د امریکا د ولسمشر بارک اوباما ددغه اعلان په هکله چې له ۲۰۱۴ کال وروسته به ۹۸۰۰ عسکر په افغانستان کې پرېږدي، وویل، چې په ۲۰۱۶ میلادي کال کې به د امریکا د پوځیانو شمېر نیمايي ته راټيټ شي او په کابل او بګرام کې به میشت وي.

خو په ۲۰۱۷ کال کې به د امریکايي عساکرو شمېر د امریکا په سفارت کې محدود وي او دلته به د امنیتي همکاریو په دفتر کې د افغان امنیتي ځواکونو سره د ژورو او جدي همکاریو مسؤلیت په غاړه ولري.
XS
SM
MD
LG