د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا د سفیر څرګندونو ته د افغان حکومت غبرګون


د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت، د امریکا او افغانستان ترمنځ د ستراتيژیک تړون په مفرداتو د امریکا د سفیر جیمز کننګهم وروستیو څرګندونو سره مخالفت ښودلی او له امریکا یې غوښتي چې د افغانستان په سرحدي سیمو د پاکستان له خاورې په راکټي حملو خپل دریځ څرګند کړي.

د افغانستان د بهرنیو چارو د وزارت له لورې تیره ورځ ناوخته په یوه لېږل شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د امریکا او افغانستان ترمنځ د اوږدمهاله ستراتیژیکو همکاریو په سند کې راغلي، که کله هم په افغانستان له باندې برید کیږي نو امریکا دا برید د اندېښنې وړ بولي.

د بهرنیو چارو وزارت وايي، ددغه سند په نهمه ماده کې ویل شوي، چې د پېښې په مهال دواړه لوري په بېړه سره سلا کوي او په سیاسي، ډیپلوماټیک، اقتصادي او نظامي برخو کې به د مناسب ځواب په توګه د قوانینو په مطابقت سره ګامونه اخېستل کیږي.

د امریکا سفیر وړمه ورځ په یوه خبري کنفرانس کې ویلي وو، چې د امریکا او افغانستان ترمنځ د ستراتيژیک تړون امریکا په دې نده متعهده کړې چې امریکايي ځواکونه دې افغانستان ته د تهدید د پیښیدلو په حالت کې کوم ځانګړی عمل وښيي، بلکې د سفیر جیمز کننګهم وینا په دغه سند کې راغلي چې د افغانستان امنیت او ثبات مهم دی او که تهدید رامنځ ته کیږي، د افغانستان حکومت سره به د ځواب ویلو په تړاو سلا مشوره او مرسته کیږي.

د امریکا سفیر دا هم ویلي، چې امریکا له خپلې لورې هڅې کړي دي، خو دا د افغان او پاکستان د نظامي او سیاسي مشرانو کار دی چې دې مسئلې ته اواری ولټوي.

خو د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت بیا وايي، د افغانستان حکومت ددې تړون په اساس له امریکا غواړي چې د پاکستان د بریدونو په تړاوو څرګند غبرګون وښيي.

قطر ته د پنځه طالبانو سپارل

د بهرنیو چارو وزارت د امریکا د سفیر جیمز کننګهم د هغو څرګندونو په تړاو چې ګواکې د پنځو طالب زندانیانو د خوشې کولو په هکله چې افغانستان ته به لېږل کیږي، له افغان حکومت سره له پخوا موافقه نده شوې، هم اختلاف ښودلی.

د بهرنیو چارو وزارت وايي، ددغه زندانیانو د خوشې کولو یوه شپه مخکې چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر له ولسمشر حامد کرزي سره ټلیفوني خبرې درلودې، ژمنه یې کړې وه چې دا کسان به لومړی افغانستان ته وړل کیږي.

د بهرنیو چارو وزارت وايي، اوس که دا طالبان د خپلې خوښې او ارادې پرته قطر ته لېږدول شوي وي او تر څارنې لاندې وي نو د افغانستان د حکومت لپاره د اندېښنې وړ ده.

سفیر کننګهم په خپل خبرې کنفرانس کې ویلي وو، چې افغان حکومت ته لا دمخه څرگنده وه چې دغو پنځه طالب زندانیانو په خپله خوښه قطر ته د تلو نیت درلود.

هغه دا هم ویلي، چې ددغو طالب زندانیانو د خوشې کولو په سر خبرې له کلونو روانې وې او افغان حکومت په دغو خبرو، خبر و .
XS
SM
MD
LG