د لاس رسي وړ اتصالات

د ولایتي شوراګانو د شکایتونو د اورېدو لړۍ پای ته ورسېده


د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون د پنجشنبې د ولایتي شوراګانو د شکایتونو د اورېدو بهیر
د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون د پنجشنبې د ولایتي شوراګانو د شکایتونو د اورېدو بهیر
د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون د پنجشنبې په ورځ د ټولو ولایتونو د ولایتي شوراګانو د شکایتونو د اورېدو لړۍ پای ته ورسوله چې ورسره یې په اکثرو ولایتونو کې د مرکزونو د رائيو د بیا شمېرنې لړۍ پيل کړله.

د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون د یوې اونۍ په ترڅ کې د ۳۴ ولایتونو شاوخوا درې زره شکایتونه په علني ډول وڅېړل.

ددغه کمیسیون مرستیالې ریدا عظیمي وویل، د پجشنبې په ورځ د مرکزي زون د نهو ولایتونو کابل، کاپيسا، پنجشیر، پروان، بامیان، دایکندي، لوګر، وردک او غزني د ولایتي شوراګانو ۶۱۸ شکایتونو ته رسیده ګي شوې او د شنبې له ورځې به ددغه کمیسیون څېړنې پيل شي.

آغلی عظیمي وویل، د کار حجم زیات دی ولې هڅه کوي، چې د جوزا تر دوه ویشتمې نېټې د ټاکنو کمیسیون ته خپلې پرېکړې ولېږدوي.

دا کمیسیون وايي، د هرات، کندهار او کابل ولایتونو د ولایتي شوراګانو شکایتونه زیات ول او پدغو ولایتونو کې د رایی ورکولو د اکثرو مراکزو د رائیو بیا شمېرنه شوې ده او دا لړۍ روانه ده.

د ولایتي شوراګانو هغو کاندیدانو چې شکایتونه یې کړي وو، له ټاکنیزو شکایتونو له کمیسیون نه یې په ښه توګه د دوی شکایتونو د څېړلو غوښتنه کوله.

د کابل د ولایتي شوراګانو ځینو کاندیدانو ان د پنجشنبې په ورځ د کابل د ټولو رايي ورکولو د مرکزونو د بیا شمېرنې غوښتنه هم کوله، خو د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون وايي داسې چاره زیات وخت ته اړتیا لري.

دا کمیسیون وايي، هڅه یې داده چې د شنبې په ورځ به د ټولو هغو مرکزونو چې رایي یې په بیا شمېرنې کې داخل شوي، د هغوی شمېر به په ډاګه کړي.
XS
SM
MD
LG