د لاس رسي وړ اتصالات

د جلال آباد ځانمرگی برید د ٣ بریدگرو په وژنه پای ته ورسید


د جلال آباد ښار ځانمرگی برید
د جلال آباد ښار ځانمرگی برید
د ننگرهار پولیس وایي، هغه درې تنه ځانمرگي چې د ننگرهار د استناف محکمې ته ننوتي وو، د افغان ځواکونو سره په نښته کې ووژل شول.

د ننگرهار د پولیسو ویاند سمونیار حضرت حسین مشرقیوال د امریکا غږ ته وویل چې په دې پیښه کې افغان قواو او د محکمې کارکوونکو ته زیان نه دی رسیدلی.

هغه وایي درې میله وسله د پولیسو لاس ته ورغلې ده او د پیښې په هکله پلټنې روانې دي.

د ننگرهار د والي ویاند احمد ضیا علیزی وایي پیښه هغه وخت رامنځ ته شوه چې د محکمې مامورین رخصت شوي وو او له ودانۍ نه وتل.

د جلال آباد د روغتون رئیس ډاکتر همایون زهیر بیا وایي چې د پیښې له ځای څخه دوی ته څلور ټپیان انتقال شوي چې په کې یو پولیس او درې ملکي وگړي شلامل دي.

له بلې خوا د ننګرهار چارواکي وایي چې تیره شپه دریو ځانمرګو بریدکونو جلال آباد سره نږدې دناټو د اکمالاتي موټرو پر يو تم ځاى برید کړې او په اکمالاتي توکو بار ددغو ځواکونو ۲۵ موټر یې په بشپړه توکه سوځولي دي.

د ننګرهار د والي وياند احمدضيا عبدالزى وايي چې تیره شپه شاوخوا لس بجې درې تنه ځانمرګي بريدکوونکي چې درنو او سپکو وسلو سره سنبال وو، دناټو د اکمالاتي موټرو پر يو تم ځاى ننوتل او خپل چاودیدوکي مواد یې وچول.

د والي وياند وايي چې دا تمځاى د ناټو د يو قراردادي و چې د ناټو اکمالاتي موټرې به په کې تم کېدې.

هغه وايي په دې بريدونو کې د تم ځاى يو ساتونکى وژل شوى او د عامه نظم يو پوليس زخمي شوى دى.

د ننګرهار د والي وياند وایي چې په دې پېښه کې د ناټو پينځه ويشت اکمالاتي موټرې په بشپړه توګه سوځېدلي دي.

عبدالزى وايي چې د پوليسو يوه پلټونکې ډله د پېښې سيمې ته ورغلې او خپلې پلټنې يې پيل کړي دي.

ددې پېښې مسوليت وسله والو طالبانو په غاړه اخيستى دى او ويلي يې دي چې په دغه برید کې څلورو ځانمرګو بريد کوونکو برخه لرله.

خو د ننګرهار ولایت امنیتي چارواکي وایي چې په برید کې دریو ځانمرګو برخه لرله.
XS
SM
MD
LG