د لاس رسي وړ اتصالات

افغان حکومت د کراچۍ په هوايي ډګر برید غندلی


 د پاکستان د کراچۍ په هوايي ډګر وسله وال برید
د پاکستان د کراچۍ په هوايي ډګر وسله وال برید
افغان حکومت د کراچۍ د ښار په هوايي ډګر باندې وسله وال برید غندلی او له پاکستان څخه یې غوښتي چې د افراطیت په ضد ګډه مبارزه وکړي.

له ارګ نه په خپرې شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې افغان حکومت د کراچۍ په هوایي ډګر برید او ترڅنګ یې د پاکستان په بلوچستان ایالت کې د شیعه زائرینو په موټرو برید په کلکه غندي.

د کراچۍ په ښار کې ددغه ښار په هوايي ډګر د ډله ایزو ځانمرګو په برید کې تر دېرشو پورې کسان وژل شوي.

د پاکستاني طالبانو یو ویاند شاهد الله شاهد ددغه برید مسؤلیت په غاړه اخېستې او ویلي، چې دا برید یې د حکیم الله مسعود د مرګ په غچ کې کړی دی.

بل لورته د بلوچستان په ایالت کې د ایران له پولې سره نېږدې د تفتان په سیمه کې د شیعه زائرینو په موټرو هم برید شوی، چې له امله یې ۲۴ شیعه ګان وژل شوي.

افغان حکومت د دواړو بریدونو د غندلی او ترڅنګ یې په پاکستان غږ کړی چې له ترهګرۍ او افراطیت سره دې ورسره په ګډه مبارزه وکړي او سیمه له نا امنۍ خلاصه کړي.

د ارګ اعلامیه وايي، سیمه ډېره ناامنه شوې ده، او باید دا درک کړي، چې له سخت دریځۍ او تاوتریخوالو د توکو په توګه کار اخېستل د هیچا په ګټه ندي.

افغان حکومت ویلي، چې افغانستان له کلونو راهېسې داسې بریدونو سره مخ شوی او پاکستان دې صادقانه مرسته وکړي ترڅو سیمې ته سوله راشي.

د کراچۍ په هوايي ډګر باندې په برید کې د لسو بریدکوونکو په گډون لږ تر لږه ٢٨ کسان وژل شوي.

امنیتي چارواکي وايي چې د هوايي ډګر نه ټول مساپر استول شوي دي او ټول پروازونه ځنډول شوي دي.

وسله والو برید کوونکو د لاسي بمونو او راکټ لانچرو نه په کار اخیستو سره هڅه کوله چې د کراچۍ د نړیوال هوايي ډګر جناح ټرمینل ته ننوځي.

امنیتي چارواکي وايي چې ځینو بریدکوونکو د هوايي ډګر د ساتونکو په څیر یونیفورمونه اغوستي وو او بمونه یې هم په ځانو تړلي وو.
XS
SM
MD
LG