د لاس رسي وړ اتصالات

د انتخاباتو په ورځ به د رائیو ۹۰۰ مرکزونه تړلي وي


د انتخاباتو د لومړي پړاو د رائیو صندقونه
د انتخاباتو د لومړي پړاو د رائیو صندقونه
اټکل کیږي چې د انتخاباتو په ورځ به د رای ورکولو ۹۰۶ مرکزونه د افغانستان په مختلفو سیمو کې د امنیتي گواښونو له وجې تړلي وي.

تیره ورځ د ملي امنیت د شورا په غونډه کې امنیتي ارگانونو ویلي چې د امنیتي گواښونو د ارزونې او د امنیتي ارگانونو، والیانو او قومي متنفذینو د گډې پریکړې له مخې د رای ورکولو د ۶۲۶۳ مرکزونو له جملې څخه به ۹۰۶ مرکزونه د انتخاباتو په ورځ تړلي اوسي.

خوپه دې غونډه کې امنیتي بنسټونو ویلي دي چې دا پریکړه وروستۍ نه ده او د بیا ارزونې لپاره د حقیقت موندنې پلاوی د هیواد مختلفو ولایتونو ته استول شوی دی.

د جمهوري ریاست په اعلامیه کې راغلي دي چې دغه پلاوی هڅه کوي چې د امکان په صورت کې په هغه ولایتونو کې چې تازه له شپږو څخه زیات مرکزونه تړل شوي دي، د اکثرو مرکزونو د پرانستلو لپاره هڅه وکړي.

له بلې خوا د اشرف غنی احمدزی انتخاباتی ډلې په مختلفو ولایتونو کې ددغو مرکزونو په تړل کیدو اندیښنه څرگنده کړې ده.

ددې ټیم یو ویاند فیض الله ذکی، په یو خبري کنفرانس کې وویل چې امنیتي ارگانونه باید د حذف شویو محلاتو په اړه غوڅ دلیلونه وړاندې کړي.

هغه زیاته کړه " مونږ له دې سره مخالف نه یو چی په یو ځای کې هیڅ امنیت نه وی هلته دی درایی ورکوونی صندوق کیښودل شي خو مونږ دی ته په اندیښنه کی یو چی تر دی پلمی لاندی د خلکو یوه زیاته برخه چی په سلو شل رایه ورکوونکی جوړوی او یو ملیون تنه کیږی د رایی ورکولو له حق څخه بی برخی شی نو په هغه صورت کی د ټولټاکنو روڼ والی هم تر پوښتنی لاندی راځي."

د ښاغلي ذکی په وینا، په هغه سیمو کې چې د رایی ورکولو مرکزونه بند شوي د هغو سیمو خلکو اعتراض کړی دی. دا هغه سیمی دی چی هلته امنیت شته خو د رایی ورکولو مرکزونه پکی تړل شوي دي.

هغه وایي دا باید په کلکه سره وڅیړل شي او باید چې ددې ځایونو تړل کیدل فرمایشي نه وی. هغه وویل چې ځینې دا مرکزونه د پکتیا، لوگر، هرات، هلمند، کندهار او مشرقی په ولایتونو کې دي. دا په داسی حال کې دي چې د جمهوري ریاست د ټولټاکنو په لمړي پړاو کې د رایی ورکولو ٧۴٦ مرکزونه تړل شوی و.

همدارنگه په تیره اونۍ کې د ټولټاکنو خپلواک کمیسیون وویل چې د امنیتی ارگانونو د راپور له مخې په هغه سیمو کې چې تر امنیتي گواښ لاندې دي د رایی ورکولو١٨۴ مرکزونه تړل شوي دي.

د وسله والو مخالفینو د بریدونو زیاتوالي

له بلې خوا د افغانستان د ملي دفاع وزارت ویاند جنرال محمد ظاهرعظیمي په یو خبري غونډه کې وویل چې د ټولټاکنو په رانژدې کیدو سره به د وسله والو مخالفینو گواښونه ښایي زیات شي.

هغه وایی، ‏" مونږ گواښونو ته په کمه نه گورو او د تیر وخت په پرتله اوس گواښونه ډیر شوی هم دی داسی اطلاعات موجود دی کله چی دوه دری ورځی ټولټاکنو ته پاتی شی نو ددښمن فعالیتونه به ډیر شی خو زمونږ سره لازم اطلاعات موجود دی او ددی گواښونو د له مینځه وړلو وړتیا لرو. "

ښاغلي عظیمي وویل چې امنیتي ارگانونه د انتخاباتو د امنیت د ټینگولو په خاطرله خپلو ټولو امکاناتو نه گټه اخلي او د امنیتي ارگانونو وړتیا او ظرفیت د انتخاباتو د لمړي پړاو په پرتله اوس لوړ شوی دی.

همدارنگه د کابل د١١١ فرقې قوماندان ډگر جنرال قدم شاه شهیر په یوه غونډه کې وویل چې په مرکزي زون کې په ټولیزه توگه د رایی ورکولو ٥٥٧ مرکزونه چې ٢٧٧٠ محلونه کیږي د انتخاباتو په ورځ به پرانستي وي او هیڅ یو مرکز به په دې ورځ نه وي تړلي.

هغه زیاته کړه چی ټول امنیتی تدابیر نیول شوی او د دښمن او د سیمې د استخباراتې کړیو د بریدونو د دفع کولو په خاطرمخکې له مخکې پلانونه جوړ شوي دي او مرکزي زون په دې برخه کې زیاتې لاس ته راوړنې هم لري.

تمه کیږي چې نن به امنیتي ارگانونه د ټولټاکنو د امنیت د ټینگولو په خاطرخپل وروستی رپوټ د ټولټاکنو له خپلواک کمیسیون سره شریک کړي.

مکیه منیر او شیر غورځنگ د امریکا غږ خبریالان
XS
SM
MD
LG