د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان په جنوب کې پنځه امریکایي سرتیري وژل شوي


په افغانستان کې میشت نړیوال ځواکونه
په افغانستان کې میشت نړیوال ځواکونه
د ناټو په مشرۍ د ایساف ځواکونو پنځه امریکایي سرتیري د افغانستان په جنوب کې، وژل شوي دي، خو ایساف د پیښې جزیات نه دي ورکړي.

​امریکا غږ ته د ایساف له لورې په رالېږل شوی خبرپاڼه کې ویل شوي چې، پنځه نړیوال خدماتي غړي یې د افغانستان په سویل کې وژل شوي خو د هغوی هویت ننه په ډاګه کوي او نه وایي چې پیښه په کوم ولایت کې شوې ده.

دا په داسې حال کې ده چې د زابل ولایت د امنیې قوماندان غلام سخي روغ لیوني د امریکا غږ خبریال عزیزالله پوپل ته ویلي چې دغه وژل شوي سرتیري ټول امریکایان دي.

هغه وویل، د زابل د ارغنداب په ولسوالۍ کې نړیوالو ځواکونو په یو اشتباهی هوایي برید کې خپل پنځه تنه امریکايي سرتیري، د هغوی یو افغان ژباړونکی او د افغان ملي پوځ یو عسکر وژلي دي.

هغه دا هم وایي چې تېر ماښام د زابل د ارغنداب ولسوالۍ د کلا په کلي کې د نړیوالو ځواکونو طالبانو ترمنځ نښتې شوي دي.
د هغه په وینا کله چې نړیوال ځواکونه بېرته خپلې اډې ته په لاره روان وو، بیا د طالبانو تر برید لاندې راغلل، او د هوایي ځواکونو نه یې مرسته وغوښته چې په نتیجه کې دوی د هلیکوپترو په اشتباهی بمبارۍ کې ووژل شول.

هغه د پیښې د تائیدولو په ترڅ کې وویل چې دا پېښه تیره شپه ددې ولایت د ارغنداب په ولسوالۍ کې رامنځ ته شوې ده.

په زابل کي د ملي پوځ د دوهمي لوا یو امنیتي مقام د نوم د نه څرگندولو په شرط د امریکا غږ ته وویل چې د دوی یو یونټ عسکر له نړیوالو قواوو سره یوځای د ارغنداب ولسوالۍ په یوه مرکزي سیمه کې تر پوځي عملیاتو وروسته بیا د وسله والو طالبانو تر برید لاندي راغلل.

هغه زیاته کړه چې گډو ځواکونو له هوايي ځواک څخه مرسته وغوښته چې په سهوه کې دغه سرتیري د پوځي الوتکو تر برید لاندې راغلل.

ایساف وایي چې د دوی پالیسي داده چې په دې تړاو خپله هیوادونه د دوی هویت په ډاګه کړي.

د ایساف اعلاميې دا هم نده په ډاګه کړې، چې په کوم ترهګریز برید کې او که یا د بل عامل له لارې دوی وژل شوي دي.
XS
SM
MD
LG