د لاس رسي وړ اتصالات

قطب الدین هلال له ډاکټر اشرف غني احمدزي ملاتړ وکړ


د جمهوري ریاست په تیرو ټاکنو کې یو کاندید قطب الدین هلال
د جمهوري ریاست په تیرو ټاکنو کې یو کاندید قطب الدین هلال
د جمهوري ریاست د لومړي پړاوو د ټاکنو نوماند قطب الدین هلال د ټاکنیزو مبارزو په وروستۍ ورځ خپل ملاتړ له ډاکټر اشرف غني احمدزي وکړ.

قطب الدین هلال د ټاکنو په لومړي پړاوو کې پنځم نوماند وو، چې ۲ږ۷ فیصده رايې یې وړې وې، د ټاکنو په لومړي پړاوو کې یې د انجنیر ګلبدین حکمتیار ملاتړ هم له ځان سره لره.

انجنیر قطب الدین هلال نن ماښام د ډاکټر اشرف غني احمدزي په کور کې له هغه په داسې حال کې ملاتړ وکړ، چې په خپله ډاکټر اشرف غني احمدزی په دایکندي او میدان وردګو ولایتونو کې په ټاکنیزو مبارزو بوخت وو.

قطب الدین هلال په خپلو خبرو کې وویل، چې له خپل ټیم، دده له رايي ورکوونکو سره له سلا مشورو وروسته یې دا پرېکړه کړې ده، چې له ډاکټر اشرف غني احمدزي په دوهم پړاوو کې ملاتړ وکړي.

هغه دا هم وویل، چې مجاهدینو په تېرو دېرشو کلونو کې لويې قربانۍ ورکړي دي او دغه قرباني هیڅوک نالیدلې نه شي له پامه غورځولې.

انجنیر قطب الدین هلال وویل، دده منشور پخوانی دی او هغه هم په دیني ارزښتونو ولاړ او پابند افغانستان غواړي.

بل لورته د ډاکټر اشرف غني احمدزي، د ټیم نېږدې غړي قیوم خان کوچي د تحول او تداوم له ټیم سره د قطب الدین هلال د یوځای کېدو له پرېکړې هرکلی وکړ.

انجنیر قطب الدین هلال په داسې حال کې له ډاکټر اشرف غني احمدزي ملاتړ کړی چې د هغه یو مرستیال محمد علي نبي زاده بیا نن له ډاکټر عبدالله عبدالله سره یوځای شوی وو.

قطب الدین هلال د ټاکنو د لومړي پړاوو وروستی کاندید وو، چې د ټاکنیزو مبارزو په وروستۍ ورځ یې خپل دریځ څرګند کړ او له ډاکټر اشرف غني احمدزي ملاتړ وکړ. .
XS
SM
MD
LG