د لاس رسي وړ اتصالات

ازبک جنګیالیو د کراچۍ په برید کې د‌ طالبانو مرسته کړې وه


د ازبکستان اسلامي غورځنګ وایي د کراچۍ په هوایي ډګر باندې برید کې یې د‌ پاکستاني طالبانو سره همکاري کړې وه.

د ازبکستان اسلامي غورځنګ وسله والې ډلې چې د پاکستان په شمال لویدیځو قبایلي سیمو کې فعالیت لري، د چارشنبې په ورځ یې ویلي دي چې د کراچۍ په هوایي ډګر باندې برید کې هغوي نقش درلود.

مبصرین وایي د دغې ډلې د څرګندونو نه معلومیږي چې په پاکستان کې وسله والې ډلې په بریدونو کې د یو بل ملاتړ کوي.

د سایټ په نامه د استخباراتي معلوماتو د څار اداره چې د سخت دریزه ډلو فعالیتونه څاري، نن د چارشنبې په ورځ یې رپوټ ورکړی چې پدې برید کې ازبک جنګیالیو لاس درلود، دې ډلې پخپلې ویب پاڼې کې هم پدې برید کې همکاري منلې ده.

د ازبک جنګیالیو ډلې پخپلې ویب پاڼې کې ویلي دي ” د کراچۍ په هوایي ډګر کې دا برید مونږ د پاکستان د پوځ د تازه بمباریو، د شپې عملیاتو، او جنګي جیټ الوتکو د بریدونو د غچ اخیستو په خاطر کړیدی. “

وسله والو ډلو د همدې تیرې یکشنې په ورځ د کراچۍ په هوایي ډګر برید وکړ چې پوره پنځه ساعته جګړه روانه وه او د لسو جنګیالیو په شمول پکې 36 تنه ووژل شول.

سره لدې چې په لومړي سر کې د پاکستاني طالبانو غورځنګ ویلي ؤ دا برید هغوي کړی او ازبک جنګیالیو هم ورسره مرسته کړیده خو پدې اړه یې نور توضیحات نه و ورکړي، مګر د هغوي یوه ویاند شاهدالله شاهد د اې پي خبري اژانس ته په ټیلفون کې د چارشنبې په ورځ وویل چې « د ازبکستان اسلامي غورځنګ په نامه زمونږ د ازبک وروڼو ډلې پدې برید کې زمونږ سره همکاري کړیده. »

د پاکستان په شمال لویدیځو قبیالي سیمو ، په ځانګړي ډول شمالي وزیرستان کې چې د افغانستان سره نږدې پرتې دي، د بیلا بیلو هیوادنو سخت دریزه ډلې پکې فعالیت کوي چې کله نا کله د یو بل سره د جنګیالیو، پیسو او روزنې په برخې کې همکاري کوي.

د ازبکستان اسلامي غورځنګ د لومړي ځل لپاره په 1991 میلادي کې یوازې ددې هدف لپاره جوړه شوه چې په ازبکستان کې اسلامي نظام نافذ کړي خو وروسته یې بیا وویل چې غواړي د مرکزي آسیا په ټولو هیوادونو کې اسلامي نظام راولي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په ٢٠٠٢ میلادي کال کې دا ډله د بهرینو هیوادونو په تروریستي سازمانونو کې شامله کړه . داسې ګمان کیږي چې د دې ډلي مشران د پاکستان په شمالي وزیرستان کې پراته دي. د بهرنیو چارو وزارت وایي چې دا ډله د افغان او پاکستاني طالبانو سره ښه راشه درشه لري.

د جنوبي او جنوب ختیځي آسیا د د پروګرامونو لپاره جګپوړی کارپوه مایکل کوګلمن وایي چې « د پاکستاني طالبانو او ازبک جنګیالیو تر منځ همکاري د حیرانتیا خبره نده » ځکه چې د هغه په قول پاکستاني طالبان هم د خپلو اهدافو د تر لاسه کولو لپاره د نورو وسله والو ډلو د همکارۍ نه کار اخلي.

د مثال په ډول هغوي په ٢٠٠٩ کال کې د القاعده سره په ګډه په افغانستان کې د امریکا د استخباراتو د مرکزي ادازې (CIA) په اډې برید وکړ

ښاغلی کوګلمن وایي چې ازبک وسله وال په پاکستان او افغانستان کې د پام وړ حضور لري او د تیرو څو کالونو راپدیخوا د کندوز په ولایت او همدارنګه په یو شیمر شمالي ختیځیو ولایتونو کې فعالیت کوي.

بل پلو د پاکستان د استخباراتو د ادارې دوه چارواکو ویلي دي چې د شاوخوا پنځو میاشتو نه وروسته د لومړي ځل لپاره د چارشنبې په ورځ امریکا په شمالي وزیرستان کې د بې پیلوټه الوتکې برید کړیدی چې لږ تر لږه درې تنه وسله وال پکې وژل شویدي. دغو چارواکو دا ندي ویلي چې وژل شوي کسان څوک وو.
XS
SM
MD
LG