د لاس رسي وړ اتصالات

د جمهوري ریاست له نوماندانو د ښځو د شبکې غوښتنې


د افغانستان د ښځو شبکې د جمهوري ریاست له دواړو کاندیدانو اشرف غني احمدزي او عبدالله عبدالله غوښتي، چې په خپله پنځه کلنه دوره کې د ښځو د تېرو څوارلسو کلونو ترلاسه شوي حقوق خوندي وساتي.

د ښځو شبکه چې له ۱۱۷ بنسټونو جوړه شوې ده، ددې شبکې غړو د پنجشنبې په ورځ په کابل کې خبریالانو ته وویل، چې دغې شبکې په ټولو ۳۴ ولایتونو کې په ټاکنو کې د ښځو د ګډون په موخه کمپاین هم کړی دی.

دغه شبکه تمه لري چې د ولسمشرۍ د ټاکنو په دوهم پړاو کې به تر ۴۶ فیصدو پورې ښځې په ټاکنو کې برخه واخلي او رايي به ورکړي. دوی وايي په لومړي پړاوو کې ۳۶ په سلو کې ښځو په ټاکنو کې برخه اخېستې وه.

د ښځو شبکه وايي، دوی په ټولو ولایتونو کې د راډيو ګانو له لارې، او کور په کور تبلیغات کړي او ښځې یې دې ته هڅولي چې په ټاکنو يې رایې ورکړي.

د ښځو شبکې د جمهوري ریاست له دواړو کاندیدانو نه د غوښتنو لپاره د زرګونو ښځو لاسلیکونه هم راغونډ کړي دي.

دغې شبکې د خپلو غوښتنو یو غوښتنلیک هم رسنیو ته وښود چې پکې دواړو کاندیدانو هوکړه کړې ده او لاسلیکونه یې کړي دي.

د ښځو پدغه شپږ ماده ايزه غوښتنلیک کې راغلي، چې راتلونکی ولسمشر دې تېرې لاسته راوړنې وساتي او لا دې زیات د ښځو لپاره کار وکړي.

دوی غوښتي چې راتلونکی ولسمشر دې ښځو ته په سیاسي دندو کې ونډه ورکړي، په کلیدي پوسټونو دې و ګماري او د ملي پرمختیايي ستراتيژۍ کې دې بوديجه تخصیص کړي.
د زیږون په مهال د میندو د مړینې د کچې راکمولو په خاطر دې روغتيايي پروګرامونه عملي کړي.

د لوړو زده کړو لپاره دې انجونو زمینه برابره کړي چې په کور دننه او بهر کې لوړې زده کړې وکړي.

دوی د قضا په برخه کې له ښځو سره د تاوتریخوالو د منعې د قانون تطبيق غوښت او په ستره محکمه کې یې د يوې ښځینه قاضي شتون وغوښتل.

دا ټولنه د سولې په برخه کې هم د ښځو د ونډې یادونه کوي.

خو دغو میرمنو د خپلو غوښتنو د تعمیل لپاره له دواړو کاندیدانو غوښتل چې خپلو ژمنو باندې ودریږي.
XS
SM
MD
LG