د لاس رسي وړ اتصالات

د ملي امنیت رئیس وایي طالبان ټاکنې نه شي گډ وډولای


رحمت الله نبیل د افغانستان د ملي امنیت عمومي رئیس

رحمت الله نبیل د افغانستان د ملي امنیت عمومي رئیس

د افغانستان د ملي امنیت عمومي رئیس رحمت الله نبیل د امریکا غږ سره په یوې ځانگړې مرکې کې ولس ته ډاډگیرنه ورکړه چې د افغانستان د دویم پړاو ټاکنې به په سوله یزه توگه ترسره شي.

ښاغلی نبیل وایي طالبان د افغانستان د جمهوري ریاست د دوهم پړاو د ټاکنو د گډوډولو توان نه لري.

ښاغلي نبیل چې د رسنیو سره یې دا لومړنۍ ځانگړې مرکه ده، د مصونه ټاکنو د ترسره کیدو په اړه د اشنا رادیو د دري څانگې له همکار سید ظفرهاشمي سره په خبرو کې وایی چې په ټاکنو کې د خلکو پراخ گډون د یو غښتلي حکومت د رامنځ ته کیدو سبب کیږي.

ښاغلي نبیل د آشنا رادیو تلویزیون ته وویل چې پاکستان ته د باوري سندونو او مدرکونو د برابولو سره سره د هغه هیواد استخبارات د طالبانو د کنترولولو پر ځای هغوی نورو سیمو ته انتقالوي او د هغه په وینا « نيابتیي جگړه دوام کوي چې د افغاسنتان د پولو بهر طرح کیږي.»

هغه افغان ولس ته ډاډ ورکوي چې د هیواد امنیتي ځواکونه پوره بیدار دي او د ټاکنو امنیت نیولو ته ژمن دي.


دا مرکه دلته لیدای او اوریدای شئ:
XS
SM
MD
LG