د لاس رسي وړ اتصالات

د ملي اردو ۵۹ زره سرتیري د ټاکنو امنیت ساتي


د افغانستان لوی درستیز شیر محمد کريمي
د افغانستان لوی درستیز شیر محمد کريمي
د افغانستان د ملي دفاع وزارت وايي، چې د ولسمشرۍ په ټاکنو کې د ملي اردو ۵۹ زره سرتیري په مستقیم ډول د ټاکنو په امنیت کې له نورو امنیتي ځواکونو سره په دندو بوخت دي.

ددې وزارت لوړ پوړي چارواکي وايي، اوولس زره د ملي اردو د ځانګړو کومانډو، ځمکنیو او هوايي ځواکونو سرتیري هم د تیارسۍ په حال دي او د بیړني حالت ځواب به وايي.

لوی درستیز شیر محمد کريمي په کابل کې خبریالانو ته وویل، تېره ورځ ټول کومانډوي ځواکونه هغو سیمو ته لېږدول شوي، چې هلته لوړ امنیتي ګواښونه شته دي.

ښاغلي کریمي خبریالانو ته وویل، دوه ورځې وړاندې د ملي اردو ځواکونه د ټاکنو د امنیت د ساتلو په موخه په لیږدول شوي دي.

ښاغلي کریمي وویل، د ټاکنو په دوهم پړاوو کې به امنیت ښه وي او امنیتي پراخ تدابیر نیول شوي دي.

لوی درستیز وویل، د ټاکنو د امنیت لپاره ملي اردو عملیات ترسره کړي دي او تر پرونه یې هم عملیات درلودل، خو هغه دقیقا و نه ویل چې څومره عملیات یې کړي دي.

د ملي دفاع وزارت ویاند جنرال ظاهر عظیمي بیا وايي، د ملي اردو ټول ۱۹۵ زره سرتیري او جنرالان له لوړې کچې تر ټیټې پورې د ټاکنو په امنیت کې په یو ډول نه په یو ډول ښکیل دي.

ښاغلي عظیمي دا هم وویل، چې د ټاکنو د امنیت رهبري د پولیس په لاس کې ده او خو اردو له پولیسو سره ښه همغږي لري.

هغه وايي، چې ۱۵۲ زره ملي پولیسو د ټاکنو امنیت ساتي.

بل لورته نن په کابل کې سخت کوټلي امنیتي تدابیر نیول شوي وو، د‌ ښار په هره څنډه کې امنیتي پوستې وې او موټرې به یې تالاشۍ کولې.

د کابل امنیه قومندان جنرال ظاهر ظاهر امریکا غږ ته وویل، یوازې د کابل په ښار کې له ۲۶ زرو نه زیات پولیس په دندو ګمارل شوي دي.

ښار تړل شوی دی، ګڼه او ګوڼه کمه ده خو خلک له امنیتي تدابیرو خوښ ښکارېدل
XS
SM
MD
LG