د لاس رسي وړ اتصالات

عمر داودزی: په ټاکنو کې درغلي کوونکي افشا کوو


د کورنیو چارو وزیر عمر داودزی
د کورنیو چارو وزیر عمر داودزی
د کورنیو چارو وزیر محمد عمر داودزی وايي، د ټاکنو په دوهم پړاو کې افغان پولیس هڅه کوي ترڅو د درغلیو مخه ونیسي او د درغلیو عاملین افشاء کړي.

ښاغلي داودزی په کابل کې یوه خبري کنفرانس ته چې د ټاکنو په امنیتي تدابیرو غږېده یو وار بیا په پولیس غږ وکړ، چې په ټاکنو کې خپله بې طرفي وساتي او دکوم ځانګړي نوماند په ګټه او زیان کار و نه کړي.

ښاغلي داودزی وویل، درغلي کوونکي به تر لومړي پړاوو زیات و پېژني او له خپلو پولیسو او نورو امنیتي ځواکونو یې وغوښتل که د ټاکنو په ورځ درغلي کوونکي ویني نو نومونه دې د رسنیو په ولکه کې ورکړي چې خلک یې وپېژني.

عمر داودزي وویل « زه په هغو کسانو که پولیس دي او یا نور چې هوډ لري په ټاکنو کې درغلۍ وکړي غږ کوم خپله اراده بدله کړﺉ کنه ناکامه کیږي.»

بل لورته د ټاکنو د خپلواک کمیسیون ویاند نور محمد نور امریکا غږ ته ویلي، چې امنیتي ځواکونو او دا ډول له حکومتي چارواکو غواړي ترڅو په ټاکنو کې بې طرفه وي او که په ټاکنو کې یې لاسوهنې وکړې نو د ټاکنو کمیسیون به يې په جدي توګه وڅیړي.

XS
SM
MD
LG