د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان د جمهوري ریاست د دویم پړاو ټاکنې پیل شوې


نیکبخته
نیکبخته
د افغانستان د جمهوري ریاست ټاکنې پیل شوې او په ټول هېواد کې د رایې اچونې ٦٣٥٦ مرکزونه پرانیستل شوي چې څه باندې ٢٣ زره محلونه کیږي.

د اټکلونو له مخې ښايي شاوخوا اووه میلونه خلک په دغو ټاکنو کې برخه واخلي .
په ځینو ولایتونو کې رایه اچونکو د سهار په پنځو بجو د رایې اچونې د محلونو مخې ته اوږده کتارونه جوړ کړي و .

تراوسه د کومې مهمې امنیتي پېښې خبر ورکړل شوی نه دی، خو د رایې اچونې د مرکزونو تر پرانیستلو شاوخوا یوه ساعت وړاندې د کابل په پنځمه حوزه کې یو توغندی ولګېده چې د کورنیو چارو د وزارت مرستیال ایوب سالنګي په خبره یې هېڅچا ته په کې ځاني او مالي زیان رسولی نه دی .

د افغانستان د ټاکنو کمیسیون وايي په بادغیس، فراه، غور، هرات، غزني، هلمند، ننګرهار، کونړ، نورستان، جوزجان، سرپل او بدخشان ولایتونو کې به د نا امنیو له کبله د رایې اچونې اته سوه او دیارلس مرکزونه تړلي وي، چې دا په پرانیستل شویو مرکزونو کې نه راځي .

افغان حکومت وايي په ټول هېواد کې یې د ټاکنو په ورځ څلور سوه زره امنیتي سرتیري پر دندو ګمارلي چې له دغې ډلې یې نهه پنځوس زره یې یوازې د رایې اچونې د مرکزونو د امنیت ساتلو دنده په غاړه لري، او د دې ترڅنګ د کورنیو چارو وزارت وايي اوولس زره نور پولیس تیارسﺉ دي چې د اړتیا پر مهال به اړوندو سیمو ته واستول شي .

همدغه راز افغان چارواکي وايي دولس نیم سوه افغان پولیسې هم پر دندو ګمارل شوي چې د ښځينو رایو ورکونکو امنیت خوندي کړي .

د افغانستان د انتخاباتو کمیسیون وايي، د دویم دور انتخاباتو لپاره یې پنځلس میلیونه رایې پاڼې چاپې کړي او پر دغو ټاکنو به شاوخوا شل میلیونه ډالره پرې لګښت راځي .

په دغو ټاکنو کې د لومړي دور دوه مخکښ کاندیدان عبدالله عبدالله او اشرف غني احمدزی له یو بل سره سیالي کوي چې هر چا په کې ډېرې رایې وګټلې هماغه د افغانستان منتخب ولسمشر اعلانیږي.

د انتخاباتو د مهالویش له مخې د دویم دور انتخاباتو لومړنۍ پایلې به د سرطان په یولسمه نېټه خپریږي او نهايي پایلې به یې د شکایتونو له اورېدو وروسته، د همدغې میاشتې په ۳۱ اعلانیږي .
  • 16x9 Image

    جعفر هاند

    جعفر هاند په ۲۰۱۷ کې په واشنګټن ډي سي کې په امریکايي پوهنتون کې په نړیوالو مطبوعاتو او اړیکو کې ماستري کړې ده. د ننګرهار په پوهنتون کې یې قضا لوستې ده. له ۲۰۰۷ نه تر ۲۰۱۴ کاله پورې د بي بي سي د نړیوالې او افغان څانګې خبریال او پروډیوسر و. د ۲۰۱۴ کال له پیل راهیسې په واشنګټن کې د امریکا غږ اشنا راډیو/تلویزون خبریال دی. 

XS
SM
MD
LG