د لاس رسي وړ اتصالات

په اټکلي ډول اوه میلیونو افغانانو په ټاکنو کې برخه اخېستې


ارشیف
ارشیف
له امنیتي ګواښونو سره سره بیا هم په ملیونونو افغانان په ټول افغانستان کې خپلې رايي وکارولې او له دوو کاندیدانو یې یو د راتلونکو پنځو کلونو لپاره د ولسمشر په توګه وټاکه.

د جوزا څلورویشتمه د جمهوري ریاست د دوهم پړاوو ټاکنو ورځ وه، که څه هم د ټاکنو د ورځې په لومړيو کې د خلکو زیاته ګڼه او ګوڼه نه لیدل کېده خو د ورځې په اوږدو کې خلکو د رایو صندوقونو ته خواته لاړل.

د رايي ورکوونکې ساعت د سهار اووه بجې وو، له اوو بجو د ماذدیګر تر څلورو بجو پورې په نهو ساعتونو کې افغانانو رايې ورکړې.

له څلور بجو وروسته د رایو ورکولو په محلونو کې رايي شمېرنې پيل شوي دي.

د ټاکنو د خپلواک کمیسیون مشر احمد یوسف نورستاني، وویل د ټاکنو په ورځ ۶۱۸۴ د رايو ورکولو مرکزونه پرانستي وو.

ښاغلي نورستاني چې نن ماښام د کورنیو چارو له وزیر، لوی درستیز او د ملي امنیت له رئیس سره یو ځای خبریالانو سره خبرې کولې وویل، ۱۴۰ مرکزونه له پلان شويو مرکزونو تړل شوي وو، له ۴۱ مرکزونو سره دوی اړیکه نه لرله.

د ټاکنو د کمیسیون مشر، په ټوله کې د ټاکنو کمیسیون پلان درلود چې ۶۳۶۵ مرکزونو کې رايي واچول شي.

ښاغلي نورستاني وویل، تخمین کوي چې اووه ملیونه افغانان به د نن ورځې په ټاکنو کې برخه اخېستې وي.

د ټاکنو د کمیسیون مشر، تمه لري، چې ۳۸ په سلو کې ښځو او ۶۲ په سلو کې نارینه وو پدې ټاکنو کې رايي اچولي وي.

ښاغلي نورستاني ویلي، چې ۳۳۳ د رايو ورکولو په مراکزو کې رايي پاڼې خلاصې شوې وې او دوی د رايي پاڼو د خلاصېدو ستونزې ته رسېدلي دی.

د ټاکنو د کمیسیون مشر دا ډول خبریالانو ته وویل، چې ځیني امنیتي چارواکو په ټاکنو کې بې طرفي نده ساتلې.

ولسمشر کرزی

جمهور رئيس حامد کرزي، د ټاکنو د بهیر په پای کې په یوه ویډیو پیغام کې د ټاکنو د بهیر پای ته رسېدل افغانان ته لویه بریا وګڼله.

ولسمشر کرزي، پدغه ویډیو پیغام کې د جمهوري ریاست دواړو کاندیدانو ته مبارکي ورکړي.

جمهور رئيس وویل، که څه هم وسله والو مخالفینو د رايي ورکولو په ځینو مراکزو بریدونه وکړل، بیا هم افغانانو رايي ورکړې.

ولسمشر وویل، پدغه ټاکنو کې هم ملکي تلفات ول.

ولسمشر رایه ورکړه

ولسمشر حامد کرزي، د معمول په څېر له ارګ سره نېږدې په اماني لیسه کې خپله رایه وکاروله، له ولسمشر حامد کرزي سره د هغه د کابېنې وزیران او د حکومت چارواکي هم ول.

جمهور رئيس حامد کرزي، چې نن سهار پنځلس کمې اته بجې په اماني لیسه کې خپله رایه وکاروله، د ورځ په اوږدو کې له افغانانو وغوښتل، چې په ټاکنو کې برخه واخلي او خپل برخلیک په خپله وټاکي.

دواړه کاندیدان

د جمهوري ریاست دواړو کاندیدانو عبدالله عبدالله او اشرف غني احمدزي په جلا جلا ځایونو کې خپلې رايي وکارولې، دواړو کاندیدانو د درغلیو د مخه نېول غږ کولو.

اشرف غني احمدزي د حبیبي په لیسه کې، چې د هغه مرستیال سرور دانش او احمدضياء مسعود هم ورسره وو، له رايي ورکولو وروسته وویل، له وسله والو مخالفینو غواړي خلک ټاکنو ته پریږدي، ملي امنیتي ځواکونه دې سیاسي کیږي نه، کمیسیونونه دې خپل مسؤلیت اداء کړي او له ټاکنو وروسته د ټاکنو نتایج چې د خلکو پرېکړه ده مني.

د ښاغلي احمدزي لومړی مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم په مزار شریف کې وو.

ښاغلي احمدزي وویل، د ټاکنو څارنې لپاره یې پنځوس زره څارونکي درلودل او لس زره کمرې یې خورې کړې وې.

د جمهوري ریاست بل کاندید عبدالله عبدالله بیا د کابل ښار د استقلال په لیسه کې په داسې حال کې چې د هغه دوه مرستیالان، انجنیر محمد خان او حاجي محقق هم ورسره وو، رایه ورکړه.

ښاغلي عبدالله وویل، له امنیتي ځواکونو خوښ دی چې امنیت یې نیولیږ هغه زیاته کړه چې له حکومت او د ټاکنو له کمیسیونونو غواړي، ترڅو د درغلیو مخه ونیسي.

ښاغلي عبدالله وویل، په ځینو سیمو کې نا امني پېښه شوې، خو خلک یې له ټاکنو ندي ګرځولي.

بل لورته د انتخاباتو د کمیسیون مشر ښاغلي نورستاني وویل، هغه وویل د درغلیو کچه کمه وه او لامل یې د کاندیدانو له لورې ښه څارنه وه.

له امنیتي ګواښونو سره سره بیا هم افغانان د جمهوري ریاست په دوهم پړاوو ټاکنو کې برخه واخېسته، که څه هم د حمل د شپاړسمې د ټاکنو په څیر لوی لوی کتارونه نه لیدل کېدل، خو بیا هم خلکو رايي ورکړې.

خلک

که څه هم لوی لوی کتارونه چې د ټاکنو په لومړي پړاوو کې وو نه لیدل کېدل خو بیا هم پراخ ګډون شوی دی.

ځینو ویل دا ځل د ولایتي شوراګانو ټاکنې نه وې، نو خلکو ته رایه ورکونه اسانه وه او ژر ترسره کېده.

یوه سپین ږیري، چې نوی کلن دی او حنیف جان نومیږي، په داسې حال کې چې جسما ضعیف وو او لاس یې رېږدېده د خپلې خوښ کاندید ته یې رایه ورکړه.

هغه وویل :

زه خوښ یم چې پدې نوي کلن عمر کې مې د خپلې خوښې کاندید ته رایه ورکړه.

پدې ټاکنو کې ښځو هم پراخ ګډون کړی وو، صالحه چې د کابل ښار اوسېدونکې ده، وايي دا خوښه ده چې په ټاکنو کې یې برخه اخېستې ده
XS
SM
MD
LG