د لاس رسي وړ اتصالات

د ټاکنو په ورځ وسله والو مخالفینو په سلګونو حملې کړي دي


ارشیف
ارشیف
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، وسله والو مخالفینو د ټاکنو د ګډوډولو په هدف ۲۰۵ واړه او لوی بریدونه کړي، خو دفاع وزارت وايي، د مخالفینو ۵۰۶ تحرکات لیدل شوي.

د ټاکنو د امنیتي کمیسیون مشر جنرال سالم احساس امریکا غږ ته په یوه مرکه کې ویلي، چې وسله والو مخالفینو د ټاکنو د ګډوډولو په ۲۰۵ بریدونو کې بیا هم و نه شو کړای، د ټاکنو پروسه حتی په یوه سیمه کې ودوري.

جنرال سالم احساس وویل، د ټاکنو په ورځ ۱۴ پولیس وژل شوي او ۷۰ پولیس بیا ټپيان شوي، چې د ټپي پولیسو د ډېریو روغتيايي وضعیت ښه دی.

ښاغلي احساس دا ډول وویل، چې وسله والو مخالفینو ته هم د ټاکنو په ورځ مرګ ژوبله اوښتې ده، هغه وویل، ۷۳ وسله وال مخالفین وژل شوي، ۲۷ ټپي شوي، او څلور نور نېول شوي دي.

جنرال احساس چې د ټاکنو د امنیتي کمیسیون مشري کوي، وویل په سمنګانو، فاریاب په هرات کې امنیتي پېښې وې.

بل لورته د افغانستان د ملي دفاع وزارت یوه ویندوی جنرال دولت وزیري، بیا امریکا غږ ته ویلي، چې د ټاکنو په ورځ وسله والو مخالفینو له پنځه سوه زیات تحرکات لرل چې پکې یو ځانمرګی او یو کمین شامل دی.

جنرال دولت وزیري وايي، د ملي اردو ۱۸ سرتیري د ټاکنو په ورځ په پېښو کې وژل شوي دي، د ملي اردو ۷۴ نور بیا ټپي شوي.

جنرال وزیري وايي، د ټاکنو په ورځ ۱۷۶ وسله والو مخالفین وژل شوي او ۹۲ ټپي دي.

خو د وسله والو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته په لېږل خبرپاڼه کې بیا ویلي، چې طالبانو د ټاکنو په ورځ په ټول افغانستان کې ۸۶۸ بریدونه کړي دي.

پدغه خبرپاڼه کې طالبانو د ولایتونو په کچه د بریدونو شمېر هم ښودلی دی.

دوی ویلي، چې په ټولو ولایتونو کې د ټاکنو لپاره نا امني جوړه کړې ده.

د افغانستان د ملي امنیت شورا چې د ولسمشر حامد کرزي په مشرۍ په ارګ کې شوې ده، د ټاکنو په ورځ د افغان امنیتي ځواکونو هڅې ستایل شوي دي.

له ارګه رسنیو ته په لېږل شوې، خبرپاڼه کې راغلي چې د ملي امنیت شورا په غونډه کې امنیتي مسؤلینو یاده کړې ده، چې د بریدونو په مخنیوي کې د خلکو مرسته له امنیتي ځواکونو سره بې سارې وه.

پدغه غونډه کې د رسنیو ونډه هم ستایل شوې ده.

له امنیتي ګواښونو سره سره بیا هم په ملیونونو افغانانو په ټاکنو کې برخه واخېسته، خو په هرات کې د هغو اوولسو رايي ورکوونکو ګوتې پرې شوې چې د ټاکنو په رنګ یې تورې کړې وې.

د ټاکنو کمیسیون اټکل ښيي، چې شاوخوا ۷ ملیونه افغانانو به په ټاکنو کې رايي کارولي وي
XS
SM
MD
LG