د لاس رسي وړ اتصالات

افغان حکومت خوست ته د ورکډه شویو مهاجرو هویت پلټي


د بهرنیو چارو وزارت ویاند احمد شکیب مستغني
د بهرنیو چارو وزارت ویاند احمد شکیب مستغني
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي چې د خوست ولایت ته د ډیورنډ د کرښې د هغې غاړې نه د ورکډه شوو کډوالو په جامه کې یې د وسلوالو د ورکډه کیدلو د پیژندلو لپاره یو لړ پلټنې پیل کړي دي.

د خوست ولایت ولایتي چارواکي وایي چې په شمالي وزیرستان کې د پاکستان د حکومت د مخالفو وسلوالو په خلاف د پوځي عملیاتو د پیلیدلو دمخه او وروسته تر ۹۰۰ پورې کورنۍ د سرحد دیخوا ته را کډه شوي دي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند احمد شکیب مستغني نن دوشنبه په کابل کې په یوې خبري ناسته کې وویل چې د افغانستان حکومت د انساني مکلفیت له مخې ټولو کډوالو ته د اوسیدو ځای ورکوي‌ مګر هغه کسان چې نظامیان دي‌ هیڅ کله به هم ورته اجازه ورنه کړل شي چې په افغانستان کې واوسیږي.
د شمالي وزیرستان نه افغانستان ته کډه شوي مهاجر
د شمالي وزیرستان نه افغانستان ته کډه شوي مهاجر

ښاغلی مستغني‌ وايي «ماشومان او هغه خلک چې مجبور دي چې خوست ته راشي هغوی ته د کډوالو په صفت ځای ورکول کیږي او ځای ورکول د افغانستان د انساني مکلفیتونو بلل کیږي».

بل پلو د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند ښاغلي مستغني وايي د دواړو هیوادونو د جګپوړو چارواکو د شویو تعهداتو خلاف پاکستاني پوځیانو د افغانستان د جمهوري ریاست د ولسمشریزو ټاکنو په ورځ هم د افغانستان په سرحدي ولایت کونړ راکټونه ورولي دي.

د بهرنیو چارو وزارت وايي چې دوی ددغو راکټونو ځوابولو ته د پوځي ځواب په ګډون په بشپړه توګه چمتوالی لري چې د افغانستان د مشرتابه د امر په صورت کې به عملي شي.

ښاغلی مستغني وایي « متآسفانه د پاکستان د جګپوړو چارواکو د شویو ژمنو خلاف د پاکستان نظامیانو د ټاکنو په ورځ زیات شمیر راکټونه د کونړ په بیلابیلو ولسوالیو ورولي دي چې پرته له شکه دغه کار د افغانستان د جهموري دولت د امنیت شورا لخوا په کلکه غندلی دی».

د ښاغلي مستغني په وینا د افغانستان د ملي‌ امنیت شورا د پاکستاني پوځیانو دغه کار په کلکه غندلی دی او دا له هغه تعهد څخه سرغړونه بولي چې د پاکستان حکومت د امن په فضا کې د ټاکنو د ترسره کیدو په هکله کړی وو.

د کنړ په ولایت کې امنیتي چارواکي وایي چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې ۷۳ توغندي د دغه ولایت په دوو ولسوالیو لګیدلي دي چې د کنړ ولایت د امنیه قوماندان جنرال عبدالحبیب سیدخیل امریکا غږ ته وویل چې په دغو بریدونو کې چې د کنړ ولایت د ډانګام او شیګل په ولسوالیو کې یو ماشوم ټپي کړی دی.

د پاکستان پوځ خوست سره په سرحد کې په شمالي وزیرستان کې پراخ عملیات پيل کړي .

د پاکستان پوځ په وینا د پاکستان د حکومت یو سلو شپږ اویا مخالفین په دغو عملیاتو کې وژل شوي دي.

ځینو پاکستاني‌ رسنیو خبر ورکړی چې د پاکستان پوځ د افغان پوځ نه غوښتي چې په شمالي وزیرستان کې د عملیاتو په وخت دې پاکستان سره خپل سرحد وتړي ، خو د افغانستان دفاع وزارت امریکا غږ ته وویل چې دغه وزارت ته د پاکستان له اړخه په رسمي توګه کوم خبر نه دی ورکړل شوی.
XS
SM
MD
LG