د لاس رسي وړ اتصالات

د وزیرستان عملیات او د افغانستان او پاکستان همکاري


ارشیف
ارشیف
د پاکستان صدراعظم میا نواز شریف له افغان جمهور رئيس حامد کرزي، غوښتي چې ددغه هیواد پوځیانو له هغو عملیاتو سره مرسته وکړي، چې په وزیرستان کې یې پیل کړي دي.

ښاغلي شریف له ولسمشر حامد کرزي سره د دوشنبې په ماښام په ټیلیفوني خبرو کې په وزیرستان کې د طالبانو په خلاف د پيل شویو عملیاتو په تړاوو معلومات ورکړي دي او پدې اړه یې له افغان حکومت د مرستو غوښتنه کړې ده.

نواز شریف، حامد کرزي ته ویلي، چې ډېر ژر به د پاکستان یو لوړ پوړی پلاوی افغانستان ته ولیږي او پدې تړاوو به زیات توضیحات ورکړي.

بل لور ته جمهور رئیس کرزي له خپل اړخه د مرستو ژمنه هم کړې ده او پدې یې ټینګار کړی چې پدغو عملیاتو کې ملکي وګړو ته زیان و نه رسیږي.

د پاکستان صدراعظم په افغانستان کې د بریاليو ټاکنو د ترسره کېدو مبارکي هم افغان جمهور رئيس ته ورکړې ده.

وزیري کډوال

په وروستیو کې د وزیرستان نه په سلګونو کډوالې کورنۍ د افغانستان د خوست ولایت ته راکډه شوي دي.

د خوست د ولایت مطبوعاتي دفتر وايي، چې د خوست د سرې میاشتې ریاست ۴۹۱ داسې کورنۍ ثبتې کړي چې له وزیرستان نه خوست ولایت ته کډه شوي دي.

ددې ولایت له نړیوالو مرستندویو غوښتي، ترڅو دغو کډوالو ته مرستې ورسوي.

دا ولایت وايي، سلو وزیرو کډوالو کورنیو ته یې اړین مواد او خوراکي توکي رسولي دي.

د خوست د ولایت مطبوعاتي دفتر وايي‎"ديوې فيصلې په اساس دګربز ولسوالۍ دګلان په دښته کې ٤٠٠٠زره جريبه ځمکه د راغليو ګډوالو دهستوګنو دکمپ لپاره ځانګړې شوه ،فيصله وشوه چې سره له سبا دې(سه شنبه) ياده ساحه خط اندازې اوپه ياده سيمه کې داوبو دژورو څاګانو په کيندلو ،ګډوالوته دخيمو او اړينو خوراکي او غيرې خوراکې توکو په ورکولو ، دماشومانو په واکسينو ،تداوى باندې کار پيل شي او ټولې کړنې دې ديو واحد اوګډ مرکز له لوري اداره شي".

خوست ولایت له وزیرستان سره اوږده پوله لري او په سختو کې د ډیورینډ د کرښې له هاغې او دغې غاړی خلک یو او یا بل لورته اوړي او را اوړي.
XS
SM
MD
LG