د لاس رسي وړ اتصالات

فیفا :دا ځل په ټاکنو کې سازمان شوې درغلۍ نه وې


د فیفا مشر نادر نادري
د فیفا مشر نادر نادري
د آزادو او عادلانه ټاکنو بنسټ یا فیفا وايي، چې دا ځل ټاکنې له لومړي پړاوو شفافې وې، ولې په ځینو برخو کې د درغلیو پېښې هم ثبتې شوي، چې له لومړي پړاو درغلیو یې میزان لوړ ندی.

د فیفا مشر نادر نادري په کابل کې خبریالانو ته وویل، د ولسمشرۍ په دوهم ځل ټاکنو کې چې ددې اوونۍ په سر د شنبې په ورځ ترسره شوې، سازمان شوې درغلۍ ندي شوي او هغه درغلۍ چې شوي کمیسیونونو دې ورته رسیده ګي وکړي.

هغه وویل، درغلۍ د دواړو نوماندانو د پلویانو لخوا شوي دي او نه یوازې چې په یوه جغرافیه بلکې په ټولو ولایتونو کې شوي دي.

ښاغلی نادري وايي، په ۱۱۸ د رايي ورکولو په محلونو کې چې دوی کتلي، داسې څه پېښ شوي، چې په باور یې ښايي درغلۍ وي، دا محلونه په هرات، سمنګان، بدخشان، پکتیا، ننګرهار، کندهار او لغمان کې وې.

هغه وايي، فیفا به بل اونۍ بشپړ راپور ورکړي، چې د درغلیو کچه څومره وه.

د فیفا مشر دا ډول ټینګار کوي، چې له دا ځل ټاکنو سمه څارنه شوې، نړیوالو څارونکو شتون درلود، افغان مشاهدین هم ول او دواړو کاندیدانو ښه څارنه کړې ده، نو پدې اساس ویلی شي، چې دا ځل ټاکنې تر لومړي پړاوو زیاتې شفافې وې.

فیفا وايي، دوی نهه زره څارونکي درلودل او له اویا سلنه د رایو ورکولو له مرکزونو یې څارنه کړې ده.

دوی وايي، ۶۶۵۱ برخو کې دوی د ټاکنو مسائل موندلي، چې ۳۹۱۴ یې موثق دي.

فیفا وايي، د ټاکنو د پروسې دا ځل مدیریت غوره وو.

فیفا وايي، ګواښونه د طالبانو او محلي زورواکانو له خوا شوي دي، دوی وايي په ۱۷۷ محلونو کې د زورواکانو او طالبانو له ګواښه خلک ندي توانېدلي چې رايي ورکړي.

د فیفا په راپور کې ویل شوي.

په ۱۷۶ مورده کې محلونه په ځنډ پرانستل شوي دي.

په ۲۶۹ محلونو کې د رنګ ستونزه وه، دا ځل یو رنګ کارول کېده.

په ۲۱۷ محلونو کې رايي پاڼې کمې شوې وې.

په ۲۴۶ محلونو کې په ممنوعه ساحه کې د نوماندانو پوسټرې او تبلیغاتي مواد ولیدل شول.

په ۳۴۴ محلونو کې د رايي ورکولو مرکزونو له ټاکلي وخت لا وروسته هم پرانستي وو.

په ۱۱۴ محلونو کې سړو د ښځو په استازیتوب رايي ورکړي دی.

فیفا وايي، ټیټ عمره رايي ورکونکي هم د ټاکنو په ورځ لیدل شوي دي.

فیفا د ټاکنو له کمیسیونونو غواړي، چې شکایتونو ته ښه رسیده ګي وکړي
XS
SM
MD
LG