د لاس رسي وړ اتصالات

مدني ټولې: کاندیدان دې د زغم نه کار واخلي


ارشیف
ارشیف
د مدنی ټولنی ګډ کاری ګروپ د جمهوري ریاست له دواړو کاندیدانو او د هغوی له ملاتړو غوښتي دي چې په خپلو لومړنیو خبرو ټینګ پاتې شي، له صبر او حوصلې دې کار واخلي، مخکې له مخکې دې قضاوتونه نه کوي او پدې ډول دې له ملت سره وفا او قانون ته درناوی وکړي، او ولس ته دې د اندیښنو د راپیداکیدو مخنیوی وکړي.

د افغانستان د مدني ټولنې ګډ کاري ګروپ د چهارشنبې په ورځ په کابل کې په یو غونډه کې د افغانستان د جمهوري ریاست د ټاکنو د دوهم پړاو په باب د مدني ټولنې د دریځ د څرګندولو لپاره یو غونده وګړه او په غونډه کې یې کاندیدانو او د هغوی پلویانو ته یو لړ سپارښتنې وکړي.

په تیرو ۱۲ کلونو کې د افغانستان د مدني ټولنې د ګډ کاري ګروپ استازو د افغانستان د مدني ټولنې په استازیتوب ددغه هیواد په باب په مهمو نړیوالو کنفرانسونو کې د افغانستان د مدني ټولنې استازیتوب کړی دی.

د مدني ټولنې ګډ کاري ګروپ، په یو بیان کې د کاندیدانو څخه غوښتي دي چې که کوم قانوني، مستدل او پر شواهدو ولاړ شکایتونه لري د قانون په چوکاټ کې دې یېثبت کړي او له له داسې اوازو دې ډډه وکړي چې د ولس او په خاص ډول د ځوانانو ذهنونه مغشوشوي.

په دغه بیان کې وویل شوي دي چې کاندیدان دې د قانون له مخې خپل ملي مکلفیت تر سره کړي چې د ټاکنو وروستۍ پایلې ومني.

د افغانستان د مدني ټولنې د ګډ کاري ګروپ د ټاکنو د دوو خپلواکو کمیسیونونو هم وغوښتل چې ورسپارل شوی مسوولیت دې په سمه توګه ترسره کړي.

دا گروپ وایي " موږ د ټاکنو او ټاکنيزو شکايتونو له دواړو کميسونو غوښتنه کوو، چې خپل ملي مسووليت په بشپړ صداقت سره ترسره کړي او پر دغو ملي بنسټونو د ولس باور لا پياوړی کړي. د ټاکنو له محترم کمیسیون څخه غواړو چې د ولس رایې په امانتدارۍ سره روغې او پوره راټولې کړي، سمې یې وشمیري. کره رایې له جعلي رایو څخه بیلې کړي، او بیا په حپل وخت او ترتیب سره قسمي پایلې اعلان کړي. د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون دې شکایتونو ته په معقوله توګه رسیده ګي وکړي. او د رایو د شفافیت د یقیني کولو له لارې دې د راتلونکي نظام مشروعیت پیاوړی کړي.په پای کې دې د ټاکنو خپلواک کمیسیون د رایو تر پاکولو وروسته نهایي پایلې ملت ته اعلان کړي".

دا ګروپ د ټولو ملکي او نظامي دولتي ادارو، اشخاصو او مسئولینو څخه غواړي چې د ټاکنو او رایو په قانوني پروسو کې د نفوذ له اعماله او ناقانونه مداخلې څخه مخنیوی وکړي.

دا ګروپ په افغان ولس هم د مدني لارو د خپلو رایو د ساتلو غږ کوي.

د مدنی ټولنی ګډ کاری ګروپ وایي چې باور لري چې ملت به په مدني لارو چارو د خپلو رایو ساتنه وکړي او پر کاندیدانو به معقول فشار واچوي چې مخکې له مخکې قضاوتونه و نه کړي.
XS
SM
MD
LG