د لاس رسي وړ اتصالات

نور: د ټاکنو کمیسیون خپل کار ته دوام ورکوي


د ټاکنو د خپلواک کمیسیون ویاند نور محمد نور

د ټاکنو د خپلواک کمیسیون ویاند نور محمد نور

د ټاکنو خپلواک کمیسیون وایي چې د جمهوري ریاست د یو کاندید عبدالله عبدالله د پریکړې سره سره به دا کمیسیون خپل کارته د افغان او نړیوالو څارونکو او سیاسي ډلو د استازو په حضور کې دوام ورکړي.

نورمحمد نور امریکا غږ اشنا راډیو سره په مرکه کې د جمهوري ریاست له دواړو کاندیدانو وغوښتل چې هغی کړنلاری ته چې د ټاکنو د کمیسیون سره یې لاسلیک کړې، درناوی ورکړي.

ښاغلي نور د ملګرو ملتونو په مشرۍ د جمهوري ریاست د دواړو کاندیدانو د استازو په کډون د یوې کمیټي د جوړیدلو وړاندیز په باب وویل چې د ټاکنو خپلواکه کمیسیون د افغانستان د اساسي قانون له مخې په دغه هیواد کې یوازنۍ مرجع ده چې ټاکنی ترسره کولې شي.

هغه زیاته « زه فکر کوم چي‎ې د ټاکنو د کمیسیون د ټولو چارو او کارونو څخه نړیواله ټولنه له نږدی څارنه کوي لیدنه کوي د ټاکنو خپلواک کمیسیون هغه نهاد دې چې د افغانستان د اساسي قانون په اساس جوړ شوی او ددی استقلالیت یې کاملآ تاید کړي دی».

ښاغلي نور وویل چې نړیواله ټولنه له ډیر نږدی د ټاکنو د خپلواک کمیسیون چاری څاری « زه په دی باندی ټینګار کوم چې د ټاکنو خپلواک کمیسیون خلکو ته ځوابګو دی په پروسه کې ذینفعه نه دی مونږ ته مهمه نه ده چې ځوک وړونکی کیږی او څوک وړونکی نه کیږی مونږ ته مهمه داده چط پروسه بریالې اوسی».

د افغانستان د جمهوري ریاست یو کاندید عبدالله عبدالله د چهارشنبې په ورځ په یو اړخیز ډول د ټاکنو د خپلواک کمیسیون سره خپلې اړیکې د تعلیق په حالت کې راوستلی او وویل چې تر هغی چې درې غوښتني نه وی منل شوی د ټاکنو له کمیسیون سره به خپل پریکون ته دوام ورکړي.

د ډاکټر عبدالله په غوښتنو کې د ټاکنو د خپلواکه کمیسیون د دارلانشا د رئیس د دندی په تعلیق کې راوستل، د ټاکنو د کمیسیون لخوا د ټاکنو په ورځ د اوه میلیونو راییو ورکونو په ټاکنو کې برخه اخیستلو په باب وضاخت او په ناامنه سیمو کې په ټاکنو کې په زیات شمیر د خلکو ګدون په باب روڼتیا شامل دي.

د یوناما غبرگون

بلخوا په افغانستان کې د ملگرو ملتونو سیاسي نمایندگي یوناما وایي د جمهوري ریاست د یو کاندید عبدالله عبدالله څرگندونو چې د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون سره یې خپلې اړیکې ځنډولي، دا سازمان یې حیران کړی دی.

د یوناما ویاند ښاغلي سارلارزي د امریکا غږ سره په مرکه کې ویلي چې یوناما به د دواړو کمیسیونونو او د دواړو نوماندانو د انتخاباتي ټیمونو سره خپلې همکارۍ ته دوام ورکړي. خو زیاته یې کړه چې دا پروسه باید په قانوني لارو چارو سره دوام ومومي.

ښاغلي سالارزي له نوماندانو او د هغوی د پلویانو څخه وغوښتل چې مسؤلانه عمل وکړي او د هر هغه اقدام او وینا نه ډډه وکړي چې د انتخاباتو د پروسې د گډوډیدو سبب کیږي مخنیوی وکړي.
XS
SM
MD
LG