د لاس رسي وړ اتصالات

په تورخم کې د ناټو د اکمالاتي موټرو پر تم ځای برید


ارشیف
ارشیف
له پاکستان سره د افغانستان په سرحدي ښارګوټي تورخم کې د ځانمرګو برید کوونکو او افغان امنیتي ځواکونو ترمنځ په نښته کې د ناټو د تیلو اکمالاتي ټانکر سوځېدلي.

په تورخم کې امنیتي ځواکونه وايي، د پنجشنبې په سهار پنځه بجې د ځانمرګو برید کوونکو یوه ډله د تورخم په ښارګوټي کې هغه تم ځای ته ننوتله چې پکې د ناټو د اکمالاتي موټر ولاړ وو، او ددغه تم ځای په انګړ کې له افغان امنیتي ځواکونو سره په جگړه شول.

پدغه نښته کې په تم ځای کې ولاړ ۲۷ د تیلو ټانکرونو اور اخېستی دی او په بشپړه توګه له منځه تللي دي.

د افغانستان په ختیځ کې د سرحدي پولیسو ویاند ادریس مومند امریکا غږ ته ویلي، چې نښته له څو ساعته جګړې وروسته د درېیو ځانمرګو برید کوونکو له وژل کیدلو وروسته پای ته رسېدلې ده.

ادریس مومند وايي "دوو ځانمرګو له هغه وروسته چې د پولیسو له خوا ټپي شول، ځانونه والوزول، دریم ځانمرګي له پولیسو سره نښتې ته دوام ورکړ چې په پای کې هغه هم له منځه یووړل شو".

د سرحدي پولیسو دغه ویاند دا هم ویلي، چې په نښته کې افغان امنیتي ځواکونو ته زیان ندی رسېدلی.

عیني شاهدان وايي، چې د جلال اباد - تورخم لویه لاره چې د نښتې په مهال بنده وه د نښتې وروسته بیرته د ټرافیکو پر مخ پرانستل شوي ده.

طالبانو ددغه برید مسؤلیت په غاړه اخېستی دی.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته په برېښنالیک کې ویلي، چې پدغه پېښه کې یې ګڼ شمیر د امریکايي ځواکونو وسایط تخریب کړي دي.

د ناټو د اکمالاتي موټرو دا تم ځای د لويي لارې په اوږدو کې د تورخم له دروازې درې کیلومټره لرې دی.

پنځه میاشتې وړاندې هم په همدې ځای کې د بریدکوونکو یوې ډلې برید کړی وو.
XS
SM
MD
LG