د لاس رسي وړ اتصالات

په کابل کې د عبدالله عبدالله د انتخابتي ټیم د پلویانو لاریون


په کابل کې د عبدالله عبدالله د انتخابتي ټیم د پلویانو د لاریون یوه برخه

په کابل کې د عبدالله عبدالله د انتخابتي ټیم د پلویانو د لاریون یوه برخه

د میرویس میدان نه د بریکوټ تر څلور لارې دا لاریون چې د عبدالله عبدالله د دوهم مرستیال حاجي محقق د پلویانو له خوا تنظیم شوی و، په لیږدولو شعارونو کې یې د ټاکنو د پروسې په شفافیت ټینګار کاوه.

دغو لاریون کوونکو کټ مټ د خپل ټیم د مشر او نوماند عبدالله عبدالله غوښتنې تکرارولې، ویل یې چې د ټاکنو د کمیسیون د دارالانشاء د رئيس ضياء الحق امرخېل دنده دې وځنډول شي، لاریون کوونکو د کابل د امنیه قومندان جنرال ظاهر عکسونه هم لېږدول چې پکې ستایل شوی وو.

دا لاریون که څه هم سولیز و، خو د ضياء الحق امرخېل عکسونو ته پکې اور واچول شو.

ددغه لاریون تنظیمونکي، چې خپله یې ځان امریکا غږ ته د عبدالله عبدالله د انتخابتي ټیم غړی یاد کړ، حاجي خلیل دره یوسفي وویل، تر هغو چې د دوی د ټیم د مشر او نوماند عبدالله عبدالله غوښتنې نه وي منل شوي لاریونونو ته به دوام ورکوي.

د لاریون دغه تنظیموونکي، خپلو پلویانو ته د ویناء په مهال وویل، که د دوی د ټیم د مشرۍ له لورې ورته د لاریونونو د درولو وویل شي، لاریونونه به ودروي.

دوی د بریکوټ یا دهمزنګ په څلور لارې کې خیمه هم وهلې وه چې له لاریون وروسته دغلته تحصن پیل کړ.

ددغه لاریون سربیره د کابل ښار په ځینو برخو کې په کوچنیو ډلو کې لاریونونه ترسره شوی دي، خو د میرویس میدان نه د بریکوټ یا دهمزنګ په لور لاریون یې تر ټولو ستر وو، چې پکې په سلګونو کسانو برخه اخېستې وه

بل لورته د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ځانګړي استازي مرستیال په کابل کې خبریالانو ته وویل، که داسې لاریونونه په تاوتریخوالو واوړي، نو د ټاکنو د پروسې اعتماد جوړونې تاثیر کوي، ثبات متزلزل کوي، او د افغان امنیتي ځواکونو په مورال اغیز شیندي.

د یوناما مرستیال نیکولاس هیسم خبریالانو ته وویل، له ټاکنو سره باید مسلکي چلند وشي.

هغه دا ډول وویل، چې په ټولنیزو شبکو کې داسې څه اوري، چې په ويناء یې د افغانانو د جدایی سبب ګرځې.

بل لورته د ټاکنو د خپلواک کمیسیون مشر احمد یوسف نورستاني امریکا غږ ته د پنجشنبې په ورځ ویلي وو، چې د عبدالله عبدالله غوښتي، که هر څه مسئله لري، له دغه کمیسیون سره دې شریکه کړي او دوی حاضر دي د هغه اندېښنو ته ځواب ووايي.
XS
SM
MD
LG