د لاس رسي وړ اتصالات

ضیاالحق امرخیل له خپلې دندې استعفا وکړه


ضیاالحق امرخیل
ضیاالحق امرخیل
د ټاکنو د خپلواک کمیسیون د دارلانشا رئیس ضیاالحق امرخیل نن خبریالانو ته وویل چې استعفا یې د افغانستان د ملي ګټو په خاطر کړی ده.

امرخیل وویل چې د ځینو کاندیدانو له خوا ورته د پیسو وړاندیرونه شوي وو او هم پرې نور فشارونه راوړل شوي وو خو ده نه دا وړاندیزونه ومنل او نه هم ګواښونو ته تسلیم شو.

امرخیل د ټاکنو په ورځ د کابل د پولیسو سره دده جنجال د خپل ځان په وړاندې یوه دسیسه وګڼله.

همداشان امرخیل دده په اواز د یکشنبې په ورځ د یو کاندید عبدالله عبدالله د ټاکنیز کمپاین د ټیم له خوا خپور شوي اواز هم یوه دسیسه وبلله.

د ټاکنو خپلواکه کمیسیون ریس احمد یوسف نورستاني د کاره د امرخیل ګوښه کیدل د هغه په خپله خوښه اقدام وګنه وویل چې امرخیل پرته د کوم فشار نه استعفآ کړی ده.


د دوو انتخاباتي ټیمونو غبرگون
عبدالله عبدالله د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون د دارالانشا د رئیس د استعفا په غبرگون کې له زیاتو څرگندونو ډډه وکړه خو ویې ویل هر چا چې په دغو ټاکنو کې پراخه درغلي کړې ده د قانون په وړاندې به ځواب ورکړي.

د ښاغلي اشرف غني احمدزي د ټیم ویاند عباس نویان په دې اړوند وویل چې دوی د ښاغلي امرخیل د میړانې او وطنپالنې چې پرته له کوم فشار څخه یې په انتخاباتي چارو کې د یوې غوټې د حوارولو په خاطر له خپلې دندې استعفا وکړه، درناوی کوي.

هغه له ولسمشر څخه وغوښتل چې د امرخیل له حقوقو، عزت او وقار څخه ساتنه وکړي او په قضایي چارو کې محفوظ کړي او دا حق یې اعاده کړي.

ښاغلي نویان وویل چې د دوی ټیم له ولسمشر حامد کرزي غواړي چې د ښاغلي امرخیل پر ځای داسې یو کس وټاکي چې په بشپړه توگه بیطرفه وي تر څو د انتخاباتو چارې په ښه توگه پرمخ لاړې شي او د انتخاباتو پروسه یرغمل نه شي.

ملگرو ملتونو " د ملي گټو په خاطر" د ضیاالحق امرخیل گوښه کیدل وستایل. یوناما د انتخاباتو په مدیریت کې د ښاغلي امرخیل د کارونو په ستایلو سره د جمهوري ریاست له کاندیدانو وغوښتل چې " په بشپړه توگه " د انتخاباتو پروسې ته مخه کړي.

د جمهوري ریاست د یو کاندید عبدالله عبدالله د ټاکنو خپلواک کمیسیون سره د خپلو اړیکو د بیرته ټینګولو لپاره یوه غوښتنه د کمیسیون د دارلانشا د رئیس ضیاالحق امرخیل د کار نه د ګوښه کیدل و.

همداشان عبدالله عبدالله ددغه کمیسیون نه د ټاکنو په ورځ اوه میلونو نه د زیاتو رایو د اچولو په باب او په نا امنه ولایتونو کې ددغو ولایتونو د اوسیدونکو د شمیر نه په ټاکنو کې د ښاغلي عبدالله د ټاکنیز ټیم په وینا په زیات شمیر د خلکو د ګډون په باب وضاحت غوښتی وو.

دا لا معلومه نه ده چې د امرخیل ددی پریکړي وروسته به عبدالله عبدالله دغه کمیسیون سره بیرته کار پیل کړي او که نه؟
XS
SM
MD
LG