د لاس رسي وړ اتصالات

کرزی: د امرخیل اقدام د انتخاباتي بهیر دوام ته لاره پرانیسته


ضياء الحق امرخېل (ارشیف)
ضياء الحق امرخېل (ارشیف)

له هغه وروسته چې د ټاکنو د خپلواک کمیسیون د دارالانشا رئيس ضياالحق امرخېل له خپلې دندې استعفی وکړه، ولسمشر کرزي، ملګرو ملتونو او ټاکنیزو بنسټونو د هغه ددغه اقدام هرکلی وکړ.

جمهور رئیس حامد کرزي د ټاکنو د خپلواکه کمیسیون د دارلانشا د پخواني رئیس ضیاالحق امرخیل د استعفا پرېکړه ستایلې او د هغه دا اقدام یې یو پرځای او مسوولانه عمل بللی دی.

د افغانستان د جمهوري ریاست د مطبوعاتو د ریاست له خوا په یو خپور شوي بیان کې د ټاکنو د خپلواکه کمیسیون د دارلانشا د پخواني ریس ضیاالحق امرخیل د استعفا پرېکړې په هکله جمهور رئیس کرزي ویلي دي چې ښاغلي امرخیل په خپل دغه اقدام سره د انتخاباتي عادي بهیر د دوام لپاره لاره پرانیستله.

ښاغلي کرزي په دې بیان کې ویلي چې د افغانستان خلکو د ډول ډول ګواښونو سره سره د دې لپاره د رایې ورکولو صندوقونو ته لاړل چې د اساسي قانون له مخې خپل نوی جمهور رئیس وټاکه.

له همدې له امله ښاغلي کرزي په دې بیان کې ویلي دي چې انتخاباتي بهیر باید په ټاکل شوي زماني چوکاټ کې د قانون او وضع شویو اصولو له مخې د انتخاباتي کمیسیونونو لخوا په شفافیت سره پای ته و رسیږي ترڅو د هیواد د نوي جمهور رئیس د لوړې مراسم له مخکې څخه د اعلان شوي پروګرام پر اساس د روان کال د زمري د میاشتې په ۱۱ نیټه ترسره شي.

د ټاکنیزو کمیسیونونو غبرگون

بلخوا د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون وايي، چې د عبدالله عبدالله انتخاباتي ټیم له دغه کمیسیون سره داسې شکایتونه ثبت کړي وو، چې پکې یې د ښاغلي امرخېل د دندې ځنډول غوښتي وو.

ددې کمیسیون ویاند نادر محسني وویل، چې د امرخېل په استعفی ددغه ټیم لویه غوښتنه ومنل شوه او کوم شکایت له کمیسیون سره ندی پاتې.

ښاغلي محسني وویل، چې هم د ښاغلي امرخیل شکایت او هم د ښاغلي عبدالله د انتخاباتي ټیم شکایت منتفي شوی دی.

نادر محسني زیاته کړه ‪"‬په خپله ښاغلي امرخېل استعفی ورکړې ده، په حقیقت کې د شکایت موضوع منتفي شوې ده، که نورې غوښتنې وي، چې شکایت محتوا کړي، پدغه حالت کې موضوعات قطعا څېړو.‪"‬

دا چې اوس د ټاکنو د کمیسیون د دارالانشاء رئيس ضياالحق امرخېل نشته او پدغه کمیسیون یې څه تاثیر کړی دی، د کمیسیون ویاند نور محمد نور وايي، د هغه تشه شته خو د کمیسیون په کار تاثیر نه لري او د کمیسیون کارونه پرمخ ځي.

دا چې د ښاغلي امرخېل ځای ناستی به څوک وي، ښاغلي نور وویل ‪"‬د ټاکنو په خپلواک کمیسیون کې خوشبختانه یو سیستم شتون لري، د هغې په اساس کارونه مخکې ځي، ددې سره سره چې د جناب ضياء الحق امرخېل استعفی یوه لویه ضایعه وه، دې نهاد لپاره ولې تراوسه پورې پدې برخه کې پرېکړه نده شوې، ځکه دارالانشاء دوه معاونین لري، د هغوی لخوا کارونه د قوانین په اساس په مخکې روان دي، مخکې له مخکې ده چې پدې مورد کې بحث وکړو.‪"‬

د ټاکنو د څار موسسه

د افغانستان د ټاکنو د څار مؤسسه وايي، ضياالحق امرخېل د ټاکنو په تخنیکي مسائلو پوه وو او که کمیسیون د امرخېل تشه ډکه نه کړي، نو د امرخېل نه شتون به په تخنیکي لحاظ د ټاکنو په پروسې اغیز وکړي.

د افغانستان د ټاکنو د څار مؤسسې مشر جانداد سپين غر وویل ‪"‬سیاسي بن بست چې رامنځته شوی دی، ددې د له منځه وړلو لپاره مثبت اقدام دی، خو په تخنیکي بعد کې دا یو ډېر مهم پوست دی، په تخنیکي لحاظ به طبیعي ده چې دا تشه تاثیر خپل ولري. خو پدې برخه کې به ستونزې رامنځته شي.‪"‬

د جمهوري ریاست کاندیدان

بل لورته د عبدالله عبدالله انتخاباتي ټیم د ښاغلي امرخېل د لرې کېدو غوښتنه کړې وه، نن په یوې خبرپاڼې کې ویلي، چې د ضياالحق امرخېل استعفی د را پورته شویو لانجو د اواري لپاره یو ګام دی.

د افغانستان د جمهوري ریاست د یو بل کاندید اشرف غني احمدزي په مشرۍ ټیم هم د ضیاالحق امرخیل د استعفا پریکړه ستایلې ده.

او هیله یې ښودلې چې د امرخیل استعفا به د افغانستان د ټاکنو په بهیر کې په ټپه دریدلی حالت پای ته ورسوي.

د یوناما دریځ

بل لورته په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي دفتر یوناما په خپرې کړې خبر پاڼه کې ویلي، چې د ټاکنو د کمیسیون د غړو او د عبدالله عبدالله ترمنځ ناسته شوې او د ټاکنو په موضوع یې سره خبرې کړي دي.

د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي یان کوبش هم په یو بیان کې د ضیاالحق امرخیل د استعفا پرېکړه ستایلې او د ټاکنو په کمیسیون کې یې د هغه د ښه مدیریت یادونه کړې ده.

د یوناما له خوا په دغه خپور شوي بیان کې راغلې دي چې د امرخیل د کار په وخت د ټاکنو په کمیسیون کې کارونه د تیر په نسبت ښه ترسره شوي دي.

دا بیان وایي "یوناما دا موندلې ده چې د ټاکنو په کمیسیون کې د اوږدې مودې لپاره د ضیاالحق امرخیل مسلکي تجربه د ټاکنو د خپلواکه کمیسیون د دارلانشا د رئیس په توګه د افغانستان د جمهوري ریاست تاریخي ټاکنو ته چمتوالی د تیرو ټاکنو پرتله په ښه توګه مدیریت شوی دی".

یوناما د جموري ریاست د کاندیدانو نه غوښتي دي چې د ضیاالحق امرخیل د استعفا وروسته دې د ټاکنو په بهیر کې بیرته ګډون وکړي.

ښاغلي امرخېل تېره ورځ ویلي وو، چې د ملي ګټو په خاطر پرته له کوم فشار له خپلې دندې استعفی کوي

XS
SM
MD
LG