د لاس رسي وړ اتصالات

د عبدالله عبدالله او د ټاکنو د کمیسیون د کمیشنرانو غونډه


په افغانستان کی د ملګرو ملتونو مرستندويه دفتر يوناما، وايي چې د دوشنبې په شپه ددې ادارې په منځګړيتوب، عبدالله عبدالله او د هغه ټيم، د ټاکنو د خپلواک کمیسيون د کمشنرانو او د ټاکنو د برخې له سلاکارانو سره کتلي او خبرې اترې يې کړې دي.

په کابل کې د يوناما د دفتر وياند نظيف الله سالارزي آشنا رادیو ته وويل چې د ناستې هدف د دواړو لوريو ترمنځ د نظريو تبادله وه.

ښاغلي سالارزي زياته کړه، « يوناما دواړه کانديدان وهڅول، چې د ټاکنو په بهير کې ورگډ شي او له ټاکنيزو کمېسيونونو سره همکاري وکړي تر څو هم خپل مسووليت اداکړي او هم د ټاکنو پروسه نورمال پر مخ ولاړه شي.»

د ټاکنو خپلواک کمیسيون مرستيال عبدالرحمن هوتک چی د یوناما په غونډه کې يي گډون درلود سره له دې چې د ناستې جزئيات يي آشنا راډيو سره شريک نکړل، خو دغه غونډه يي گټوره وبلله او هيله يي څرگنده کړه چې عبدالله عبدالله به بيرته ټاکنيرو کميسيونونو سره خپلې اړيکې عادی کړي.

له بل پلوه امريکا هم د افغانستان د ولسمشرۍ لپاره له دواړو نوماندانو څخه غوښتي چی د انتخاباتو د کميسينونو سره دې همکاري وکړي او د درغليو تورونه دې د موجوده ميکانيزمونو له مخې وڅيړل شي.

د عبدالله عبدالله انتخاباتی ټيم هم په يوې اعلامیی کې دا منلې چې د ملگرو ملتونو په منځگړتوب یي د انتخاباتو د خپلواک کميسيون له چارواکو سره خبرې کړي دي.

يوناما وايي، دوى به په پوره توگه د افغاني بنسټونو له خوا اداره کيدونکې ټاکنيز بهير څخه خپل ملاتړ ته دوام ورکړى.

پدې هکله بشپړ رپوټ دلته اوريدای شئ:

please wait

No media source currently available

0:00 0:04:23 0:00
مستقیمه لیکه
XS
SM
MD
LG