د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا ځانگړي استازي ډابنز له ولسمشر کرزي سره وکتل


د ولسمشر کرزي او د امریکا د ځانگړي استازي کتنه
د ولسمشر کرزي او د امریکا د ځانگړي استازي کتنه

د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي جیمز ډابنز، چې تېره ورځ افغانستان ته راغلی نن پنجشنبه یې له غرمې مخکې له ولسمشر حامد کرزي سره لیدلي دي.

له ارګه نه په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه امریکايي لوړ پوړي استازي جمیز ډابنز له ولسمشر حامد کرزي سره په کتنه کې د ټاکنو په روان حالت خبرې کړې دي.

افغانستان او پاکستان ته د امریکا استازي، د افغانستان د ټاکنو بهیر مثبت ګڼلی دی او په ټاکنو کې یې د افغانانو ګډون ستایلی دی.

ولسمشر حامد کرزي هم په ټاکنو کې د خلکو پراخ ګډون ته په اشارې ویلي، چې افغانانو خپله ملي دنده ترسره کړې ده.

ولسمشر ډاډ څرګند کړی، چې نوی ټاکل شوی ولسمشر به د لوړې مراسم د زمري د میاشتې په یوولسمه نېټه ترسره کړي.

جیمز ډابنز د سولې په تړاو د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ډیپلوماټیکو پلاویو ټاکل کېدل هم په ځای ګام بللی او ددې نوښت هرکلی یې کړی دی.

جیمز ډابنز په داسې حال کې افغانستان ته سفر کوي، چې د ولسمشرۍ د دوهم پړاو په ټاکنو لا هم د دوو کاندیدانو د ټاکنیزو ټیمونو ترمنځ ناندرۍ روانې دي.

د ولسمشرۍ کاندید اشرف غني احمدزي تېر ماښام په خپل سیال عبدالله عبدالله غږ وکړ، چې د ټاکنو له بهیر سره دې یوځای شي او خپل پرېکوڼ دې مات کړي.

د عبدالله عبدالله ټیم بیا نن داسې یو غږیزې ټیلیفوني خبرې خپرې کړې، چې ادعاء کوي مخالف ټیم یې درغلۍ کړي ده.

خو ښاغلي احمدزي بیا په ښاغلي عبدالله دا غږ هم کړی وو، چې دده ټیم درغلۍ نه مني او هر شکایت دې د قانوني مراجعو له لارې اوار شي.

بل لورته د ټاکنو کمیسیون وايي، چې په خپل مهالوېش روان دي او د ټاکنو لومړنۍ پایلې به په خپل وخت اعلان کړي.

ښاغلي احمدزي هم د ټاکنو له کمیسیون غوښتي چې لومړنۍ او وروستۍ پایلې دې د مهالوېش په مټ اعلانې کړي.

د ټاکنو په سر روانه لانجه هله راپورته شوه، چې د ولسمشرۍ کاندید عبدالله عبدالله د ټاکنو د کمیسیون د دارالانشاء د پخواني رئيس ضياالحق امرخېل له دندې د ګوښه کېدو غوښتنه وکړه.

که څه هم ضياالحق امرخېل له دندې ګوښه شو، خو لا هم دا څرګنده نه چې عبدالله عبدالله به د ټاکنو بهیر ته بیا ورګډ شي او که نه.

XS
SM
MD
LG