د لاس رسي وړ اتصالات

د عراق او اوکراین په اړه د جان کېري دیپلوماتیکې هڅې


جان کېري د سعودي عربستان او متحده اماراتو د بهرنیو جارو له وزیرانو سره
جان کېري د سعودي عربستان او متحده اماراتو د بهرنیو جارو له وزیرانو سره

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کېري په پاریس کې د فرانسې د بهرنیو چارو له وزیر او د سعودي عربستان او متحده اماراتو له وزیزرانو سره د عراق د حالاتو په هکله سلا مشورې وکړې.

د فرانسې د بهرنیو چارو له وزیر سره له خبرو وروسته جان کېري وویل "مونږ په ځانگړې توگه موافقه وکړه چې مونږ یو داسې حکومتي چوکاټ چې د ټول عراق د یووالي ممثل وي، څومره ژر چې ممکن وي غواړو."

همداشان جان کېري غواړي چې د عراق د روان کړکیچ په هکله په منځني ختېځ کې د امریکې له نژدې انډېوالانو سره په تفصېل وغږېږي او مشوره ورسره وکړي.

نوموړي په همدې لړ کې د سعودي عربستان او متحده اماراتو د بهرنیو چارو له وزیزرانو سره په پاریس کې وکتل.

بلخوا د برتانیې د بهرنیو چارو وزیر ویلیم هیگ بغداد ته لاړ چې د نوري المالکي او نورو چارواکو سره وگوري. هغه د عراقي مشرانو سره له خبرو دمخه په یوه اعلامیه د عراق د اسلامي دولت او شام په نامه ډله د عراق او سیمې د ثبات لپاره یو "مرگونی گواښ" وگاڼه.

په واشنگټن کی د امرېکا د بهرنېو چارو د وزارت ماموران واېې چې جان کېري به د سعودي عربستان، اردن او متحده عربی اماراتو د بهرنېو چارو له وزېرانو سره په عراق کې د خرابې امنېتی وضعې په اړه له خبرو نه علاوه د سورېې په باب هم خبرې اترې کوي.

امرېکاېې چارواکو د عراق له صدراعظم نوري المالکي نه څو ځلې وغوښتل چې د سنېانو او کردانو په شمول یو نوې حکومت جوړ کړي.

خو نوري المالکي ورسره ونه منله او جان کېري نن خبرېالانو ته ووېل چې مونږ نه غواړو د عراق په سیاسی چارو کی لاوهنه وکړو " دا د هغوۍ خپل کار دې چې په دې اړه پرېکړې وکړي، خو مونږ د ېوه داسې نوي حکومت له تشکېلولو سره دلچسپي لرو چې ټول عراقېان په کی برخه ولري. "

اسلام پالو جنگېالېو په شمال او لوېدېځ کی له حکومتی ځواکونو نه ډېرې سېمې نېولې دي او اوس کوښښ کوي چې د بغداد پر لورې حرکت وکړي او امرېکا د عراق د حکومت له ملاتړ لپاره د پوځ د ځانگړو ځواکونو ٣٠٠ عسکر عراق ته ولېږل.

د اوکراین د کړکیچ په هکله د امریکا دریځ

بلخوا د امرېکا د بهرنېو چارو وزېر جان کېري ویلي چې دا مهمه ده چې روسیه په راتلونکو څو ساعتونو کی په ختېځ یوکراېن کی پر خپلو طرفدارانو غږ وکړي چې خپلې وسلې پرځمکه کېږدي.

نوموړي چې په پاریس کې د فرانسې له بهرنېو چارو وزېر لوغان فابېوس سره لیدنه کتنه کوله زیاته کړه چې په دې اړه فرانسه او امرېکا د نوموړي په قول په بشپړه توگه هم نظري دي چې جمهور رئېس ولادېمېر پوتېن باېد عملا وښېې چې روسېه د اوکراېن په ختېځ کې د روسي پلوه یاغیانو ملاتړ نه کوي او باېد ویې هڅوي چې په اوکراېن کې د سولې په خاطر په یوې مشروع او قانوني پروسه کې گډون وکړي.

د اوباما دادارې چارواکي وایې که روسیه په اوکراېن کې خپل اوسنی موقف بدل نه کړي نو امریکا او ملگري یې چمتو دي چې نور کلک اقتصادي بندېزونه پرې ولگوي.

XS
SM
MD
LG