د لاس رسي وړ اتصالات

کابل کې د درغلیو په خلاف د عبدالله د زرګونو پلویانو لاریون


د کابل د جمعې د ورځې د لاریون یوه برخه
د کابل د جمعې د ورځې د لاریون یوه برخه

د عبدالله عبدالله په زرګونو پلویانو د جوزا د میاشتې د ۲۴ ورځې په ټاکنو کې د شویو درغلیو په خلاف د کابل په ښارکې سوله ییزه لاریونون وکړ چې ښاغلي عبدالله او د هغه د ټیم لوړ پوړو چارواکو هم په کې برخه واخیستله.

د جمعې په ورځ د کابل ښار له بیلابیلو برخو په کوچنیو ډلو کې لاریونونه پیل شو چې بیا د ښار د پښتونستان په څلور لارې کې سره یو ځای شول.

لاریون کوونکو د ټاکنو د خپلواکه کمیسیون، او ددغه کمیسیون د دارلانشا د پخوانې رئیس ضیاالحق امرخیل او همداشان د افغان حکومت په خلاف شعارونه ورکول "مونږ د درغلیو په مخکې دریږو، په درغلیو کې پراخه شبکه لاس لري"

دغو لاریون کوونکو په لویو ټوټو لیکلې ډول ډول شعارونه هم له ځان سره وړل چې په کې د عبدالله عبدالله د ټیم غوښتني معنکس شوې وي.

لاریون کوونکو د نړیوالې ټولنې نه هم د ټاکنو وروسته د را پیداشوي حالت په له منځه وړلو کې افغانانو سره د مرستي غوښتنه کوله.

ددغو لاریونو یو ګډون کوونکې رحمت الله امریکا غږ ته وویل چې که چیرې ددوی غږ و نه اوریدل شي نو بیا چې هرڅه کیږي مسولیت به یې ددوی په غاړه نه وي.

رحمت الله وایي: "که چیرې زمونږ اواز و نه اوریدل شي ور ته پاملرنه ونشي او که غوښتني مو پوره نشي بیا هر څه چې کیږې مسولیت یې د کرزي په غاړه دی".

په پښتونستان واټ کې په دغه لاریون کې چې په رزګونو کسانو په کې برخه اخیستی وه ، د جمهوري ریاست یو کاندید عبدالله عبدالله او د هغه د ټیم غړو او ملاتړو ، یو شمیر سیاسي مشرانو چې محمود کرزی هم په کې شامل وو، هم ګډون کړی وو.

د نږدې یوې هفتې راپه دی خوا د ښاغلي عبدالله پلویانو او ملاټړو د کابل ښار په لویو واټونو کې اختیجاجي د خیمي درولې دي چې په رسمي ورځو کې د ښار په واټونو کې د لارو د بندیدلو او ګڼې ګوڼې سبب شوي دي.

دغو لاریون کوونکو وویل چې تر هغې چې غوښتنو ته یې ځواب نه وي ورکړل شوی دوی به خپلو احتجاجي غونډو ته دوام ورکړي.

XS
SM
MD
LG