د لاس رسي وړ اتصالات

امنیتي چارواکي: د کندهار د نیش ولسوال وژل شوی


ارشیف
ارشیف

د کندهار د پولیسو ویاند ضیآ دراني امریکا غږ ته ویلي چې د نیش د ولسوالۍ ولسوال حاجی علي محمد د جمعې په سهار کله چې په خپل موټر سایکل د یو ځای نه بل ځای ته روان وو، پرې ماین و چاودیده او ووژل شو.

تراوسه لا چا د ولسوال علي محمد د وژلو مسولیت په غاړه نه دی اخیستی.

د بلې خوا نن د کندهار په یوه بله ولسوالۍ ژیړې کې څلور سیمه ایزه پولیس د ماین په چاودنه کې وژل شوي دي.

په کندهار کې نن د جمعې په ورځ دا دوه پیښې په داسې حال کې رامنځ ته شوي چې د افغانستان کورنیو چارو وزارت وایي چې د کندهار د ولایت په ګاونډ د هلمند ولایت د سنګین په ولسوالۍ کې یې د طالبانو پراخه بریدونه په شاتمبولي اوس دغه ولسوالۍ کې د پنځه ورځو سختو جګړو وروسته اوضاع ارامه شوې ده.

د کورونو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي د جمعې په ورځ د ټویټر په خپله پانه کې لیکلې چې په دغه جګړه کې د طالبانو د اتو قوماندانانو په ګډون تر ۲۶۰ پورې طالبان وژل شوي دي.

دمخه داسې رپوتونه خپاره شوي وو چې طالبانو د شمالي هلمند په څلورو ولسوالیو پراخه عملیات پیل کړي دي.

د افغانستان د امنیتي ارګانونو چارواکو ادعا کړی چې په دغو جګړو کې په زیات شمیر بهرنې طالبان هم د افغان امنیتي ځواکونو په وړاندې جنګیږي.

طالبانو تراوسه د افغانستان د کورنیو چارو د وزارت د دې ادعا په باب څه نه دې ویلي.

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG