د لاس رسي وړ اتصالات

ډابنز کاندیدان د ټاکنو بهیر سره همکارۍ ته وهڅول


Ambassador James F. Dobbins at USIP Event
Ambassador James F. Dobbins at USIP Event

د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي جمیز ډابنز افغانستان ته خپل سفر په پای کې په یو بیان کې چې په کابل کې د امریکا د سفارت له خوا د جمعې په ورځ ناوخته خپور شوې د افعانستان د ولسمشرۍ دواړه کاندیدان د ټاکنو له کمیسیونونو سره همکارۍ ته هڅولي دي.

جیمز ډابنز په دی بیان کې ویلي، چې د ټاکنیزو کمیسیونونو لپاره مهمه دا ده چې، د رايو شمېرنه بشپړه کړي او د ټاکنو په تړاوو شکایتونو په شفافه توګه وپلټي.

د امریکا د سفارت له خوا خپور شوې بیان کې ویل شوي چې د امریکا ځانګړي استازي افغانستان ته د خپل دغه سفر په مهال د ولسمشرۍ له دواړو کاندیدانو اشرف غني احمدزي او عبدالله عبدالله سره کتلي دي، او دواړو ته یې ویلي چې امریکا د افغانستان په ټاکنو کې د خوښې کاندید نه لري خو شفافې او د منلو وړ ټاکنو نه ملاتړ کوي.

جمیز ډابنز دا هم ویلي، چې هر څوک واک ته ورسیږي ورسره ګډ کار کوي او امریکا تیاره ده چې په ګډو مهمو لومړیتوبونو له نوي ولسمشر سره په پراخه کچه کار وکړي او دغه هیواد سره په کړو ژمنو ولاړه ده.

جمیز ډابنز د جون په څوارلسمه او د اپریل په پنځمه په ټاکنو کې د افغانانو ګډون هم ستایلی دی.

د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی د جون د میاشتې له پنځه ویشتمې تر اوو ویشتمې نېټې افغانستان ته سفر کړی وو.

ددغه بیان له مخې سفیر جمیز ډابنز ددغه سفر په ترڅ کې له ولسمشر حامد کرزي، د هغه لومړي مرستیال یونس قانوني، د دفاع وزیر بسم الله خان محمدي، د کورنیو چارو وزیر عمر داودزي، د ټاکنو د کمیسیون رئيس احمد یوسف نورستاني، د یوناما مشر یان کوبیش سره کتلي.

دغه راز سفیر ډابنز په کابل کې د امریکا له سفیر جمیز کننګهم او په افغانستان کې د امريکايي او ناټو ځواکونو لوړ پوړی قومندان جنرال جوزیف ډنفورډ سره هم کتلي دي.

جیمز ډابنز په داسې حال کې افغانستان ته سفر کړی، چې له ټاکنو وروسته په دغه هیواد کې سیاسي حالات خړ پړ شوي، د ولسمشرۍ یو کاندید عبدالله عبدالله د ټاکنو له بهیر وتی دی، او تېره ورځ یې په کابل کې لاریون هم ترسره کړ چې ده په خپله او د ټیم غړو یې پکې ګډون کړی وو.

د هغه سیال اشرف غني احمدزي بیا په عبدالله عبدالله غږ کړی وو، چې د ټاکنو بهیر ته دې شامل شي او د قانون په اساس دې خپل اعتراضات مطرح کړي.

XS
SM
MD
LG