د لاس رسي وړ اتصالات

محسني: د عبدالله عبدالله د ټیم خپاره کړي غږونه څېړو


د ټاکنیزو شکایتونو د کمیسیون ویاند نادر محسني
د ټاکنیزو شکایتونو د کمیسیون ویاند نادر محسني

د ټاکنیزو شکایتونو د کمیسیون ویاند نادر محسني وویل، چې کمیسیون یې نن د شنبې په ورځ پرېکړه کړې ده چې د عبدالله عبدالله د انتخاباتي ټیم له لورې خپرې شوې غږیزې مکالمې به څېړي او په ټولو اړخونو به یې حقوقي پلټنې کوي.

نادر محسني وویل، چې ددغو غږیزو مکالمو معلومات به کوي، چې منبع یې څوک ده، کومې منبع د ښاغلي عبدالله د ټیم په ولکه کې ورکړي دي، دغو منبعو حقوقي مجوز درلود او که نه، په کوم وخت کې دا غږونه ثبت شوي دي، او کله یې چې دغو پوښتنو ته ځواب پيدا کړ نو بیا به ددغو غږیزو مکالمو محتوا څېړي.

نادر محسني وویل، چې ددغو غږیزو مکالمو په څېړنه کې د نړیوالو مسلکي کسانو څېړنې ته هم اړتیا لري، هغه وویل هېله لري، چې دغه غږیزې مکالمې ورسره یوناما وڅېړي.

خو محسني وايي، چې تر دې دمه پورې د ښاغلي عبدالله ټیم په رسمي ډول دوی ته د غږیزو مکالمو په تړاو څه ندي سپارلي، او هېله لري چې دغه ټاکنیز ټیم ورته په رسمي ډول غږونه و سپاري.

شکایتونه

د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون دا هم وویل، چې د جمهوري ریاست کاندید عبدالله عبدالله ټیم د پنجشنې په ورځ مکتوب ورلېږلی او پدغه مکتوب کې د ټاکنیزو شکایتونو د کمیسیون د ولایتي دفترونو پرېکړې ندي منلي.

نادر محسني خبریالانو ته وویل، چې دوی دا مکتوب د استئناف غوښتنې په بڼه ګڼي او د ټولو ولایتونو پرېکړې چې عبدالله عبدالله ندي منلي دوی له سره بیا ارزوي.

د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون له دوه زره نه زیات شکایتونه د ټاکنو د ورځې په تړاو ثبت کړي وو، چې دوی ورته د چهارشنبې د شپې تر دولس بجو پورې رسیده ګي کړې ده.

د ۴۳ شکایتونو په تړاوو توصیه شوې ده.
د ۹ شکایتونو په تړاوو اخطار ورکړ شوی دی.
د ۲۷ شکایتونو په تړاوو جریمه وضع شوې ده.
د ۵۹ شکایتونو په تړاوو، چې د رایو د باطلېدو په اړه وو، رايې باطلې شوي، دا رايې په هرات، سرپل، نورستان، هلمند او نورو ولایتونو کې وې.
د ۲ شکایتونو په اړه عدليي او قضائي ارګانونو ته پېژندنې شوي.
د ۲۱۶۰ شکایتونو په تړاوو د نه اورېدو پرېکړه شوې.
د ۶ شکایتونو په اړه چې د ټاکنو د کمیسیون په کارکوونکو وو، د منفکۍ حکم صادر شوی.

او ۱۱۲ شکایتونو ته د ناامنۍ له امله رسیدنه نده شوې.

دغه کمیسیون وویل، په ۸۶ مورده کې بیا له سره یا د استئناف غوښتنه شوې ده.

د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون ټاکنیزو ټیمونو ته مهلت ورکړ چې د دوشنې تر ورځې پورې دې د استئناف غوښتنې اسناد ور وسپاري.

XS
SM
MD
LG