د لاس رسي وړ اتصالات

په داسې حال کې چې په شمالي امریکا کې مسلمانانو د شنبې له ورځې روژه نیول پیل کړي، او په افغانستان او یو شمیر نورو هیوادونو کې نن یکشنبه روژه ده، په پاکستان کې بیا د دوشنبې په ورځ روژه پیل کیږي.

معمولا په افغانستان کې د روژې د مبارکې میاشتۍ لومړۍ ورځ عمومي رخصتي وي او نن هم په دغه هیواد کې رسمي او غیری رسمي ادارې رخصت دي.

په افغانستان کې د روژې په میاشت کې رسمي اداري کارونه د سهار له اتو بجو د ماسپښین تر دوو بجو پورې وي.

د روژې د مبارکې میاشتې له را رسېدو سره په ښار کې خوراکي توکو نرخونه هم څه نا څه لوړ شوي ديږ

د خوراکي توکو پلورونکي وايي، هر کال د روژې له را رسېدو سره خوراکي توکي لوړیږي، خو سږ کال یوه بله مسله چې د روژې په میاشت کې یې په خلکو اغیز پریښی د ټاکنو نه راوروسته سیاسي وضیعت دی.

د سږني کال روژه په داسې حال کې راځي، چې په افغانستان د ټاکنو بهیر ورځ تر بلې له نويو ګواښونو سره مخ کیږي.

د بلې خوا د امریکا ولسمشر بارک اوباما په امریکا او نوره اسلامي نړۍ کې مسلمانانو ته د روژې د مبارکې میاشتې په را رسېدو خپلې نېکې هېلې څرګندې کړي دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري هم په امریکا او د نړۍ په مخ ملیونونو مسلمانانو ته د رمضان کریم د پیل کیدو په پیغام کې د ښې روژې ارزو کړې ده.

په افغانستان او د سیمې په هیوادونو کې سږني کال روژه د نورو کلونو پرتله په اوږدو ورځو کې را دبره شوې ده او خلک هره ورځ د شپاړس ساعتو پورې روژه نیسي.

خو دا مهالوېش د روژې د هرې ورځې په تېرېدو سره بدلیږي او معمولا ورځې را لنډیږي

XS
SM
MD
LG