د لاس رسي وړ اتصالات

د کندهار په شاه ولي کوټ کې۱۶ مخالف وسلوال وژل شوي


ارشیف
ارشیف

‎په کندهار کې افغان امنیتي چارواکي وایي چې د افغان ځانګړو ځواکونو ‎دغه پوځي عملیات د شاه ولي کوټ ولسوالۍ په ځنګل سیمه کې تر سره شوي .

‎په سویل کې د ۲۰۵ اتل قوال اوردو مطبوعاتي مسئول ډګرمن محمد محسن سلطاني امریکا غږ ته وويل چي په وژل شویو کسانو کې د مخالفو وسله والو سرګروپ هم شامل دی .

‎هغه زیاته کړه چي دغه پوځي عملیات د کره استخباراتي معلوماتو پر بنسټ شوي او افغان قواوو ته پکښې کوم زیان ندی رسېدلی .

‎ځنګل د شاه ولیکوټ ولسوالۍ هغه سیمه ده چي په ونو پوښل شوې او د زابل او کندهار په ګډون د اروزګان ولایت لپاره هم د دولت د وسله والو مخالفینو مهم پټن ځای بلل کیږي .

‎خپله وسله والو طالبانو پدې اړه څه ندي ویلي‫.‬

‎بل لورته د افغانستان د ملي دفاع وزارت ویلي، چې د کندهار ګاونډ د هلمند ولایت ته چې پدې وروستیو کې د وسله والو مخالفنیو خوځښتونه پکې زیات شوي، تازه سرتیري لېږلي دي‫.

‎د هلمند جګړه چې اته ورځې وړاندې د طالبانو له لورې د هلمند په سنګین کې پيل شوه، او بیا موسی کلا، نوزاد او کجکي ولسوالیو ته هم وغځېده د افغان ځواکونو لپاره یو آزمون و‫.‬

‎د افغانستان د دفاع او کورنیو چارو وزارتونو ویلي وو، چې د هلمند په شمالي څلورو ولسوالیو کې جګړه پای ته رسېدلې، تېره اوونۍ د افغانستان د ملي اردو لوی درستیز ستر جنرال شیر محمد کریمي له امریکا غږ سره په مرکه کې ویلي وو، چې پدغو ولسوالیو کې بهرني طالبان هم لیدل شوي دي‫.‬

‎بل لورته په سیمه کې ملکي وګړو ته هم ژوبله پېښه شوې ده او د سیمې خلکو ویلي چې دوی ته ځای په ځای شویو ماینونو زیان اړولی دی‫.‬

‎ددې ترڅنګ د هلمند ددغو جګړه ځپلو ولسوالیو نه خلک د مرکز لښکرګاه خواته هم په کډو دي، ددې ولایت ولایتي چارواکو خو ویلي چې نېږدې ۳۰۰۰ د سنګین، موسی کلا او دوو نورو ولسوالیو کډوال ورغلي دي‫.‬

‎د هلمند د تېرو اتو ورځو دا جګړه د بهرنیانو له وتلو وروسته په جبهي ډول یوه لویو جګړو بلل کیږي او په ورته وخت کې امنیتي څېړونکي بیا دا جګړه د افغان ځواکونو لپاره ازمون ګڼي‫.

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG