د لاس رسي وړ اتصالات

د ټاکنو د کمیسیون مشرتابه له ولسمشر کرزي سره لیدلي


د ټاکنو خپلواک کمیسیون ویاند نور محمد نور
د ټاکنو خپلواک کمیسیون ویاند نور محمد نور

د ټاکنو خپلواک کمیسیون ویاند نور محمد نور وايي، چې ددغه کمیسیون مشرتابه تېره شپه له ولسمشر کرزي سره د ټاکنو راوروسته حالاتو او د ټاکنو بهیر ته د عبدالله عبدالله د بیرته ستنیدلو په سر خبرې کړي دي.

ښاغلي نور په کابل کې خبریالانو ته وویل، چې پدغه کتنه کې د کمیسیون رهبري او د ولسمشر کرزي مرستیالان هم شامل وو.

ښاغلي نور زیاته کړه چې د ټاکنو کمیسیون له هرې وسیلې کار اخلي، ترڅو د ولسمشرۍ د کاندید عبدالله عبدالله قناعت ترلاسه کړي او هغه بیرته په پروسې کې شامل شي.

د عبدالله عبدالله ټیم تېره ورځ یو وار بیا کمیسیون سره پرېکوڼ اعلان کړی وو، او ویلي یې وو، چې د ټاکنو کمیسیون دده د انتخاباتي ټیم دیارلسو غوښتنو ته ځواب ندی ورکړی.

خو د ټاکنو د کمیسیون ویاند خبریالانو ته وویل، د عبدالله عبدلله ټولو غوښتنو ته یې د قانون په اساس ځواب ویلی او هیڅ بهانه نور نده پاتې او له هغه غواړي چې د ټاکنیزو بنسټونو او قوانینو احترام وکړي.

نور محمد نور دا هم وویل چې، د ټاکنو پایلې به د مهالوېش په اساس اعلان شي، او پدې اړه د کمیسیون پرېکړه په خپل ځای ده.

د ټاکنو کمیسیون وایي چې ۹۹.۷ په سلو کې رايې په سیستم کې داخلې شوي او پاتې لږه فیصدي به ژر بشپړه کړي.

د ټاکنو کمیسیون وايي، دا کمیسیون اوس پداسې میکانیزم کار کوي، چې په دېرشو ولایتونو کې د ۱۹۳۰ محلونو رايې بیا له سره و شمیري.

دوی وايي، ددغو محلونو د رايو له بیا شمېرنې هدف دا دی چې پروسه لا هم شفافه شي.

د ټاکنو کمیسیون ۶۰ محله له مخکې بیا شمېرنې او اروزنې ته لېږلي وو او ددغه محلونو رايې بیا له سره شمېرل شوي دي.

XS
SM
MD
LG