د لاس رسي وړ اتصالات

جمهور رئیس کرزی: د هلمند جګړه د پردو جګړه ده


ولسمشر کرزی
ولسمشر کرزی

جمهور رئیس کرزي ویلي چې د هلمند په وروستۍ جګړه کې په زیاته کچه ملکي وګړو ته ځاني او مالي تاوان رسیدلی دی.

ښاغلي کرزي په یو خپور شوي بیان کې یو ځل بیا پر هغو طالبانو غږ کړې چې هغوی چې افغانان او ددې خاورې بچیان دي، هڅه دې وکړي چې د پردیو د لاس آله ونه ګرځي، د پردیو د اهدافو لپاره د افغانستان د خلکو، په تیره د ښځو او ماشومانو د مرګ ژوبلې سبب نه شي او د څو پوځي پوستو د نیولو لپاره عامو خلکو ته تاوان ونه رسوي.

همداشان ښاغلي کرزي د هلمند په جګړه کې د افغان امنیتي ځواکونو رول ستایلې او د دغو ځواکونو یې غوښتي دي چې په هر ډول عملیاتو کې د عامو خلکو له ځان او مال څخه په کلکه ساتنه وکړي.

ملکي تلفات

د رپوټونو له مخې د هلمند ولایت په وروستۍ جګړه کې ښکیلو خواو ته په زیات شمیرد مرګ ژوبلي د رسیدلو سربیره په دغه جګړه کې د ۲۱۵ تنو نه ریات ملکي کسان وژل شوي او یو زیات شمیر نور ټپیان شوي دي .

دجګړي له امله په زرګونو نور له خپلو کورنو کډه کولو ته اړ شوي دي.

په لښکرګاه کې ډاکټران وایي چې د شمالي هلمند په څلورو ولسوالیو کې نږدې ددوه هفتو په جګړه کې په زیات شمیر ملکي کسان ټپیان شوي هم دي چې اکثره یې د لښکرګاه په روغتونونو کې تر درملنې لاندې دي.

د افغانستان دفاع وزارت وایې چې د سنګین ولسوالۍ پرته چې لا هم د وسلوالو یو څه مقاومت په کې لیدل کیږي په نورودریو ولسوالیو کې حالت مخ په عادي کیدلو دي اوله دغو سیو وسلوال په شا وهل شوي دي.

ددغه وزارت چارواکي وایي چې افغان طاللبانو سره په دغه جګړه کې په زیات شمیر بهرنیو وسلوالو هم برخه لرله.

ددفاع وزارت د ۲۱۵ اتل قول اردو مرستیال غلام فاروق پرواني امریکا غږ ته ویلي چې د جګړي قومانده هم د همدغو بهرنیو وسلوالو په لاس کې وه.

د دوشنبې په ورځ د افغانستان د جمهور رئیس د ملي امنیت سلاکار رنګین دادفر سپنتا خبریالنو ته د هلمند د جګړي په باب ویلي چې پدغه جګړه کې د پاکستاني وسلوالو ونډه ډیره څرکنده وه.

د هلمند ولایتي چارواکي وایي چې ددغه ولایت د څلورو شمالي ولسوالیو نه تر درې زرو پورې کورنۍ د هلمند نورو خوندي سیموته په کډه شوي دي.

ددغه ولایت د والي ویاند عمر ځواک وایي چې د بیځایه شوو کورنیو سره د مرستو لپاره یو کمیسیون ته دنده سپارل شوي ده.

جمهور رئیس کرزي هم خپلو ټولو اړوندو ادارو ته امر کړی چې په جګړه کې د وژل شوو کورنیو، بیځایه شویو خلکو او زیانمن شویو وګړو ته د مرستو په رسولو کې بیړه وکړي او له پوره دقت نه کار واخلي.

XS
SM
MD
LG