د لاس رسي وړ اتصالات

هند افغانانو ته ویزه آسانه کړه


تاج محل
تاج محل

ددې تگلارې له مخې هر هغه کس چې عمر یي له ٦٥ کلونو زيات وي او هغه ماشومان چې له ١٢ کلونو نه کم عمر ولري، اړ نه دي چې د پوليسو د کليرنس یا سپيناوي پاڼه له ځان سره ولري.

همدارنگه ددې آسانتياو څخه د غير قانونی گټې اخيستنې د مخنيوی په خاطر د ويزې د اخيستونکې نه د گوتو نښې او عکس اخيستل کيږی او کمپيوترې سيستم ته داخليږی.

په هند کې د افغانستان سفير شیدا محمد ابدالي آشنا راډيو ته وويل « له دووکلونوراپدې خوا په دې هڅه کې وو چې څنگه وکړاې شو افغانانو لپاره د هند د ويزې په برخه کې اسانتياوې برابرې کړو. بلاخره د هند نوی حکومت دا امتياز افغانانو ته ورکړ او د ويزې په برخه کې يې نيک اقدام وکړ.»

په هند کې د افغانستان سفیر شیدا محمد ابدالي
په هند کې د افغانستان سفیر شیدا محمد ابدالي

ابدالی زياته کړه، « په زرگونو افغان محصلين، په سلگونو سوداگر او همدارنگه گڼ شمير ناروغان د درملنې لپاره د هند ويزې ته اړ دي. د سوداگريزو چارو د پراختيا او افغانانو ته د نورو آسانتياو د برابرولو په خاطر دا يو ضرورت وو او مونږ د نوی حکومت نه مننه کوو چې زمونږغوښتنې ته يې د يو قرارداد له مخې مثبت ځواب ووایه.»

د نريندرا مودي په مشرۍ د هند نوي حکومت د افغانستان سره د دا ډول ديپلوماتيکو همکاريوعلاوه نور ډير هیله مند حرکتونه تر لاس لاندې نیولي چې د افغانستان سره د هر راز مرستې ژمنتيا پکې له ورايه څرگنديږی.

ښاغلي ابدالي پخپله د افغانستان د حکومت له خوا هندې اتباعو ته د ويزی په صادرولو کې هم د اسانتياوو د برابرولو يادونه وکړه چې دوی ورته لا دمخه په پام کې نيولې وې.

آشنا راډيو سره په هند کې د افغانستان د سفير شيدا محمد ابدالی بشپړه مرکه دلته اوريدائ شئ:

please wait

No media source currently available

0:00 0:05:39 0:00
مستقیمه لیکه

XS
SM
MD
LG