د لاس رسي وړ اتصالات

د ټاکنو د شفافیت لپاره د دواړو نوماندانو د ټیمونو همکاري


 نصر الله بریالي ارسلايي
نصر الله بریالي ارسلايي

د عبدالله عبدالله د انتخاباتي ټیم د مرکزي دفتر مشر نصر الله بریالي ارسلايي په کابل کې خبریالانو ته وویل، که څه لا هم د ولسمشرۍ دواړو نوماندانو په خپلو کې سره ندي کتلي، خو تمه ده چې تخنیکي غړي به سره کښیني او له پاکو رایو نه د ناپاکو رایو د جلا کولو په تړاوو به نتجې ته ورسیږي.

ښاغلي ارسلایي وویل، چې دوی په خپل سیال ټیم غږ کوي چې د درغلیو د سپینولو په تړاوو ورسره همکاري وکړي.

ښاغلي ارسلايي زیاته کړه، که شفافیت خوندي شي، ناپاکې رايې له پاکو پاکې شي نو د ټاکنو هر اعلان چې کمیسیون وکړي، دوی ته د منلو وړ دی.

ښاغلی ارسلايي وویل، چې د ټاکنو په تړاو د ولسمشر کرزي لومړي مرستیال یونس قانوني د منځګړيتوب هڅې پيل کړي دي. او د هغه په وینا یوناما هم د منځګړيتوب په یو لړ هڅو بوخته ده.

ښاغلي ارسلايي پدې تړاوو چې د دوی د ټیم مشر او نوماند عبدالله عبدالله د ائتلافي حکومت، یا په واک کې د څوکیو د ویشلو او یا هم د پیسو د اخېستو غوښتنه کړې ده، وویل، چې دا اساس نه لري او دوی نه څوکۍ غوښتي او نه یې هم د پیسو مطالبه کړې ده.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون

د ټاکنو د خپلواک کمیسیون مشر احمد یوسف نورستاني وویل، چې د ټاکنو د پایلو په اعلان کې ځنډ راغلی او لومړنۍ پایلې به تر دوشنبې پورې اعلان شي.

ښاغلي نورستاني زیاته کړه چې د لومړنیو پایلو د اعلان د ځنډولو لامل د ۱۹۳۰ محلونو د رایو تفتیش دی او د هغه په وینا پدغه کمیسیون هیڅ ډول فشار نشته او د رایو د ځنډولو لامل یوازې تخنیکي مسئله ده.

هغه وویل، د پروسې د شفافیت او د ټاکنو په کمیسیون د اعتبار د ترلاسه کولو لپاره د ۱۹۳۰ محلونو رايې له سره شمیري، ځېرنه یې کوي او ژر به ددغو محلونو پایلې په سیستم کې ځای په ځای کړي.

د ټاکنو د کمیسیون مشر نورستانی وایي، ددغو محلونو په تفتیش کې د اشرف غني احمدزي د ټیم غړي، نړیوال څارکوونکي او د ټاکنیزو شکایتونو د کمیسیون څارونکي شته، خو د عبدالله عبدالله څارونکي شتون نه لري

د عبدالله عبدالله انتخاباتي ټیم

د عبدالله عبدالله د انتخاباتي ټیم یو تن ویاند فضل الرحمن اوریا وایي د ټاکنو د خپلواک کمیسیون د څرگندونو په هکله وایي « سره له دې چې تر دوشنبې پورې ډیر وخت دی، مگر زمونږ هیله داده چې هغه وخت باید د ټاکنو پایلې اعلان شي چې درغلیو ته رسیدگي شوی وي او پاکې او ناپاکې رای سره جدا شوی وي، او اوسنۍ ستونزې بالکل حل شوی وي. نو که هغه وخت اعلانیږي زمونږ له خوا ستونزه نشته ده. که چیرته تقلبي رایو ته رسیدگي نه وي شوي، پاکې رای له ناپاکو جدا شوی نه وي او نتیجې اعلانیږي هغه به بیا زیان آوره وي.»

نومړي همداشان وویل « هو دا ښه ده چې پایلې یې وځنډولې او د پایلو ځنډول به ددې باعث شي چې مختلف لورې سره په خپل منځ کې خبرې اترې وکړي او په داسې مکانیزمون باندې وغږیږي چې څنگه کیدلای شي، د ټاکنو شفافیت تضمین شي او رای په شفاف ډول باندې وشمیرل شي.»

please wait

No media source currently available

0:00 0:01:07 0:00
مستقیمه لیکه

د يوناما هڅې

د افغانستان د ولسمشریزو ټاکنو نوماندانو هر یو عبدالله عبدالله او اشرف غني احمدزي د هغوي مرستیالانو او د ټیمونو مشرتابه غړو په ګډون د سه شنبې په ورځ د جولای په لومړې نیټه په کابل کې د نړیوالې ټولنې سفیرانو او لوړپوړو استازو سره جلا جلا وکتل.

یوناما په یو بیان کې ویلي چې ددغو ناستو بندوبست په افغانستان کې د ملګروملتونو مرستندویه پلاوي يوناما له خوا شوي وو.

یوناما وایي چې دغو ناستو د ګډون کونکو لپاره د ټاکنو په اړوند مسلواو د راتلونکو کړنو لپاره د بحث یوه ښه زمینه برابره کړله.

XS
SM
MD
LG