د لاس رسي وړ اتصالات

د کابل په هوايي ډګر دوه توغندي لګېدلي دي


ارشیف
ارشیف

د کابل په هوايي ډګر نن د پنجشنبې په ورځ له غرمې مخکې دوه توغندي لګېدلي دي چې یو یې په هوايي ډګر کې د ملي اردو په یو هنګر لگیدلی او ورته یې زیان اړولی دی.

د کابل د هوايي ډګر قومندان ‪جنرال حقنواز حقیار امریکا غږ ته وویل چې دوه راکټه د ده سبز له لورې نن له غرمې مخکې د کابل په هوايي ډګر ولګېدل چې یو راکټ د ملي اردو په هنګر لګېدلی دی‬

‪جنرال حقیار وویل، چې دې پېښې زیان اړولی دی خو ځاني زیان نه لري‬

‪جنرال حقیار پدې تړاو چې ایا پدغه برید کې په هوایي ډگر کې ولاړو هلی کوپترو ته زیان رسېدلی او که نه، څه و نه ویل‬

‪بل لورته د ملي دفاع د وزارت ویاند جنرال دولت محمد وزیر امریکا غږ ته ددغو توغندیو د لګېدلو د خبر پخلی وکړ خو وویل چې په اړه به یې جزئیات وروسته خپاره شي.

په تیرو اوږدو کلنو کې دا لومړې ځل دې چې د کابل په هوایي ډګر د توغندیو په یو برید کې الوتکو ته زیان رسیږې.

تر اوسه چا ددغه برید مسولیت په غاړه نه دی اخیستی.

XS
SM
MD
LG