د لاس رسي وړ اتصالات

سبا ته د دواړو کاندیدانو تخنیکي ټیمونه سره ګوري


د عبدالله عبدالله د ټیم د کمپاین مشر نصرالله بریالی ارسلايي
د عبدالله عبدالله د ټیم د کمپاین مشر نصرالله بریالی ارسلايي

ښاغلی ارسلايي وايي که څه هم ټاکل شوې وه چې نن دغو ټیمونو سره کتلی وای او په ټاکنو کې د را ولاړو شویو ستونزو په هکله یې خبرې کړای وی، خو د ځینو تخنیکي ستونزو له کبله دا ناسته نن ونه شو.

د هغه په وینا هغه معیارونه چې د ټاکنو د شفافیت په پروسه کې ګټور تمامیږي د دواړو ټیمونو ترمنځ به پرې خبرې وشي.

په ورته وخت کې ښاغلی ارسلايي وايي چې د راتلونکې دوشنبې په ورځ د دویم پړاو ټاکنو د لومړنیو پایلو اعلانیدل دوی ته د منلو وړ نه دي ، ځکه تراوسه پورې د ټاکنو پروسه شفافه شوې نه ده.

د ښاغلي ارسلايي په وینا د درغلیو په هکله تحقیق نه دی شوی ،‌ پاکې او نا پاکې رایې سره جلا شوي نه دي او په دغه اعلان کې به ناپاکې رایې شاملې وي نو دا اعلان دوی ته مشروعیت نه لري.

هغه وویل "دغه اعلان باید د پاکو رایو په اساس وشي نه د نا پاکو رایو په اساس ،‌ د دوشنبې په ورځ دا غیر عملي خبره ده".

ښاغلی ارسلايي وايي د ټاکنو د خپلواک کمیسیون لخوا ۱۹۳۰ محلونه چې بیا تفتش کیږي د کمیسیون لخوا د تعینولو او تثبیتولو دلایل دوی ته معلوم نه دي او دا محلونه د هغو محلونو پرتله چې درغلۍ په کې شوي ډیر کم دي.

دی وايي‌ چې درغلۍ د افغانستان په اکثره ولایتونو کې شوي دي چې په ځینو ولایتونو کې کمې او په ځینو کې زیاتې دي چې د دوی له نظره هغه محلونه چې باید بیا تفتش شي شمیر به یې له اوسني شمیر څخه درې چنده زیات شي.

ښاغلی ارسلايي وايي “هغه محلونه چې په لومړي پړاو کې نه وو او د ټاکنو په دویم پړاو کې ایجاد شوي دي دا ټول مشکوک دي ،‌ که هغه احتیاطي محلونه دي او که اصلي محلونه دي د دې ټولې رایې باید باطلې اعلان شي”.

د ښاغلي ارسلايي په وینا په هغو محلونو کې چې په لومړي پړاو ټاکنو کې د رایو شمیرنه پکې د پنځو فیصدو څخه کمه وه او یا هم پنځه فیصده وه باید بیا تفتش شي.

د عبدالله عبدالله د ټیم د کمپاین مشر ښاغلی ارسلايي وايي چې د ټاکنو په ورځ په ځینو ښځینه محلونو کې د ښځینه کار کوونکو نه استخدام کول هم د پوښتنې وړ او باید چې دغه محلونه هم تفتش شي.

د هغه په وینا په هغو ولایتونو کې چې دوی پکې د ټاکنو د بیا ترسره کیدو غوښتنه کړې وه که دا کار وشي نو د ټاکنو شفافیت به تضمین کړي ، خو دا چې د بیا ترسره کیدو لپاره ستونزې شته او دا کار ممکن نه لیدل کیږي د ټاکنو د خپلواک کمیسیون د منلو په صورت کې او د اشرف غني احمدزي د ټیم په تخنیکي مرسته به د هغو محلونو چې لازم دي نمونې واخیستل شي او د بیا ټاکنو له ترسره کیدو څخه به تیر شي.

ښاغلي ارسلايي وویل چې اوس هم د ټاکنو له کمیسیون سره د عبدالله عبدالله د ټیم د اړیکو پریکون په خپل ځای دی.

دا په داسې وخت کې ده چې ملګرو ملتونو هم د ټاکنو د خپلواک کمیسیون د هغې پریکړې هرکلی کړی دی چې دغه کمیسیون په پام کې لري ۱۹۳۰ محلونه تفتش کړي.

همدا شان د جمهوري ریاست یو بل کاندید اشرف غني‌ احمدزي له خپل ټاکنیز سیال عبدالله عبدالله غوښتي چې د ټاکنو له بهیر سره یو ځای شي او که د ټاکنو د شفافیت لپاره هر وړاندیز لري نو د شکایتونو د کمیسیونو له لورې دې مطرح کړي.

XS
SM
MD
LG