د لاس رسي وړ اتصالات

اسرائیل د غزې پر تړانګې بمباري کړې ده


 اسرایلو پر غزې تړانګې بمباري کړې ده
اسرایلو پر غزې تړانګې بمباري کړې ده

په داسې حال کې چې اسرائیل وایي، د غزې د تړانگې نه یی په پر جنوبي برخو د راکټونو وېشتل روان دي، جټ الوتکو یې د پنجشنبی په ورځ ( جولاۍ ۳) په غزې بمباري وکړه.

پرون په ختیځ بیت المقدس کې په یوه ځنگل کې د یوه فلسطیني ځوان محمد ابو خدیر د مړي له موندلو وروسته د اسرائیلو او فلسطنیانو ترمنځ تاوتریخوالی مخ پر زیاتیدو دی. دهغه کورنۍ وایی چې مړی یی سوځیدلی و.

د اسرائیل پوځ وایي چې جیټ الوتکو په غزه کې د حماس ١٥ هدفونه په نښه او بمباري کړل. فلسطیني ماموران وایي چې لس ملکیان د پنجشنبې د ورځې په هوایي بمباریو کې ټپیان شوي دي.

په غزه کې یو فلسطیني سړی چې د اسرائیلو هوایي بمباري یې په خپلو سترگو لیدلې امریکا غږ ته وویل "ما او مېرمنې مې د پیشنمي لپاره ځانونه چمتو کول چې یو ناڅاپه مي د یوې ډیرې غټې چاودنې غږ واورېده. ژر له خپلې مېرمنې او دوو لورگانو سره د باندې راووتلم ځکه چې په کور کې مې اور ولگېده او په گراج کې مې ولاړ موټر خراب شو. شاوخوا څو نور کورونه هم ولگېدل او په بشپړه توگه خراب شول."

اسرائیلي چارواکي وایي چې پر غزه باندې یی نننۍ بمباري د اسرئیلو په جنوب کې د شلو راکټونو د لگېدلو په ځواب کې کړې ده.اسرائیل وایي چی نور ټول راکټونه یې په هوا کې وویشتل خو دوه یې په کورونو ولگېدل.

XS
SM
MD
LG