د لاس رسي وړ اتصالات

امریکایي سناتورانو عبدالله او احمدزي سره خبرې کړي


د سناتور جان مکین په مشرۍ د امریکایي هیت او د افغانستان د جمهوري ریاست د کاندیدانو ښاغلي عبدالله او ښاغلي احمدزي ترمنځ په خبرو کې د امریکا د سنا مجلس د پوځي کمیټې رئیس سناتور لینزي گراهام، په کابل کې د امریکا سفیر جیمز کنینګهام، او په افغانستان کې د ناټو ځواکونو قوماندان جنرال جوزف ډنفورډ هم برخه لرله.

د دواړو کاندیدانو د ټاکنیزو ټیمونو چارواکي وایي چې دغه امریکایي هیت د جمهوري ریاست له کاندیدانو سره په کتنو کې د جوزا د میاشتې د ۲۴ ورځې د ټاکنو راوروسته حالت په باب خبرې کړې او د ټاکنو د بهیر په شفافیت ټینګار شوی.

د ښاغلې عبدالله عبدالله د ټاکنیز ټیم یو ویاند فضل الرحمان اوریا امریکا غږ ته وویل " دواړه لوري په دې سره سلا شول چې د ټاکنو د درغلیو په وړاندې باید رسیدګي وشي او پاکې رایې د ناپاکو نه جدا شي".

اوریا وویل چې د ښاغلي عبدالله ټیم ته د امریکایي هیت دا دریځ د قدر وړ دی.

د بلې خوا د اشرف غني احمدزي د ټیم د رسنیو د دفتر رئیس عباس نویان د ښاغلي احمدزي سره د امریکایي هیت د کتلو په باب امریکا غږ ته وویل چې دا کتنه تیره ورځ د کابل په وخت پنځه بجې په کابل کې ترسره شوه چې په کې دد ټاکنو په شفافیت خبرې وشوې.

ښاغلي نویان وویل چې د ښاغلي احمدزي ټینګار په دی وه چې باید د ټاکنو پایلي د ټاکنو د خپلواکه کمیسیون د مهالویش سره سم اعلان شي.

ښاغلي نویان زیاته کړه "ډاکټر صاحب اشرف غني احمدزي څرکنده کړله چې مونږ د شفافیت طرفدار یو خو شفافیت دی د ټاکل شوی مهالویش په چوکاټ کې تر سره شي تر څو د افغانستان د خلکو پریکړه چې د رایو په صندوقونو کې د رایو په اچولو څرکنده کړي چې باید د افغانستان خلکو ته اعلان شي".

ښاغلي نویان وویل چې دا کار د ټاکنو د خپلواکه کمیسیون د ظرفیت په لوړولو سره ممکن دی.

د امریکا د خپلواکۍ ورځ

دا دواړه امریکایي سناتوران د امریکایي عسکرو سره د امریکا د خپلواکۍ د ورځې په مراسمو کې د ګډون لپاره افغانستان ته راغلي دي.

نن د جولای څلورمه د امریکا د خپلواکۍ ۲۳۸ کالیزه ده. هر کال امریکاییان دا ورځ د هیواد دننه او په بهر کې یو لړځانګړو مراسمو سره لمانځي.

اوس هم په افغانستان کې د دیرش زرو زیات امریکایي عسکر دیره دي.

XS
SM
MD
LG