د لاس رسي وړ اتصالات

امرخیل:د شکایتونو کمیسیون دې په ما لګیدلي تورونه وڅیري


 ټاکنو خپلواک کمیسیون د دارلانشا پخوانې ریس ضیاالحق امرخیل
ټاکنو خپلواک کمیسیون د دارلانشا پخوانې ریس ضیاالحق امرخیل

د ټاکنو د خپلواک کمیسیون د دارلانشا پخواني رئیس ضیاالحق امرخیل د شنبې په ورځ په کابل کې یو خبري کنفرانس ته وویل، پکار دي چې د ټاکنو شکایتونو کمیسیون د هغو تورونو پلټنه وکړي چې په ده باندې په ټاکنو کې د درغلیو په تړاو لګیدلي او نتیجه یې د افغانستان خلکو سره شریکه کړي.

ښاغلي امرخیل وویل «د شکایتونو محترم کمیسیون څخه مو هیله دا ده چې اوس اصلي مرجع ته خبره رسیدلې ده، قوانین په دې موضوع کې واضح دي د انتخاباتو هره موضوع، شکایات، اعتراض د شکایتونو کمیسیون پورې اړه لري له دوی څخه مو غوښتنه داده چې په یو ښه شکل کې په بې طرفۍ او مستقلانه ډول دغه موضوعات وڅیړي او نتیجه یې د افغانستان نجیب او شریف ولس سره شریکه کړي.»

ښاغلي امرخیل له افغانستان د فرار په باب په ده باندې لګیدلي تورونه په بشپړه توګه رد کړل، وویل چې ده د یو عادي افغان په توګه بهر ته د درملنې لپاره سفر کړی وو چې تیره ورځ بیرته وطن ته راستون شوی دی.

امرخیل وايي « نه ممنون الخروج یم، نه دوسیه لرم، نه کومې محکمې پریکړه کړې».

ښاغلي امرخیل وویل چې بهر ته د علاج لپاره هم د هغو امنیتي ستونزه له امله چې دی ورسره مخ دی، تللی وو.

د افغانستان بهر ته د امرخیل د فرار په باب ځینو سیمه ییزو رسنیو رپوټونه وروسته له هغې خپاره کړل چې د عبدالله عبدالله د ټیم لخوا پر هغه باندې د درغلیو اړوند تورونه ولګول شول او بیا هغه له خپلې دندې استعفا وکړه.

ښاغلي امرخیل ټینګار وکړ چې ده ته منسوب غږونه د هغه نه دي او دا غږونه رد وي.

ده وویل چې ځینې خاصې کړۍ دده پر وړاندې دسیسه کړې او غوښتل یې چې بد نام یې کړي.

امرخیل وايي «ځیني سیمه ییز چارواکي او د پولیسو چارواکي د ټاکنو په درغلیو کې لاس لري او ما هڅې کړي دي چې ددغو درغلیو مخه ونیسم».

امرخیل د ټاکنو خپلواک کمیسیون نه وغوښتل چې ژر تر ژره ددغه کمیسیون د مهال ویش له مخې د ټاکنو پایلې اعلان کړي.

امرخیل وویل کله چې دې په ټاکنو کمیسیون کې دنده پریښودله هغه وخت درې نوي فیصده د ټاکنو بهیر بشپړ شوی وو.

XS
SM
MD
LG