د لاس رسي وړ اتصالات

اشرف غني احمدزی: نور د پایلو د اعلان ځنډ نه منو


اشرف غني احمدزي د شنبې په ورځ خبرې کنفرانس د وینا په وخت
اشرف غني احمدزي د شنبې په ورځ خبرې کنفرانس د وینا په وخت

د جمهوري ریاست کاندید اشرف غني احمدزی د شنبې په ورځ ماسپین په خپل یو دفتر کې خبري کنفرانس ته وویل چې دده ټیم د اسد په یولسمه نوي جمهور رئیس ته د واک د سپارلو په نیټه هم ټینګار کوي او تمه لري چې په دغو نیټو کې به بدلون رانشي.

ښاغلی احمدزی وايي “هیله دا ده چې لکه څنګه چې د انتخابات محترم کمیسیون ژمنه کړې د دوشنبې په ورځ مقدماتي نتایج اعلان کړي او پس له هغې نه د شکایتونو کمیسیون خپل کار وکړي”.

ښاغلي احمدزي وویل چې تر اوسه یې له‌ ډیر صبر او حوصلې نه یې کار اخیستی خو نور د نتایجو په اعلان کې ورته ځنډ د منلو وړ نه دی.

ښاغلي احمدزي وویل چې د دوی صبر او حوصله د ډار په معنی نه ده.

ښاغلي احمدزي یو ځل بیا په ټینګار سره وویل چې هغوی چې ورته رایه ورکړې د هغوی په رایو یې معامله نه ده کړې.

خو ښاغلي احمدزي زیاته کړه چې احمد ضیا مسعود سره یې په څرګنده توګه په حکومت کې هغه ته د ځای د ورکولو لپاره په اساسي قانون کې د بدلون د راوستو په برخه کې وعده کړې ده.

احمدزی وايي “یو وار چې د افغانستان راتلونکې ولسمشر د ملت په ارادې باندې معلوم شي بیا د حکومت په تشکیل باندې او دا چې ملي ګټې څنګه خوندي کیږي، هغه وخت به پرې اصولي خبرې کیږي”.

ښاغلي احمدزي په ټینګار وویل د هرې هغې پاکې رایې نه چې د افغانستان خلکو د ده ټیم ته ورکړي ،‌دفاع وکړي.

هغه وویل “دا غواړو بیا تکرار کړو چې دا ټیم چې د ولس نه پورته شوی دی او په دولت کې یې کومه پایګاه نه درلوده او یوازې د ولس په ارادې باندې دې موقعیت ته رسیدلی دی او ملي وحدت نه، جهادي ارزښتونو نه استازیتوب کوي،‌ تعهد لري ولس سره، تړون یې دی چې د ولس هرې پاکې رایې نه به دفاع کوي او په دې باندې موږ ژمن یو او دریدلي یو”.

ښاغلي احمدزي وویل چې د ډاکتر عبدالله عبدالله او دده په مشرۍ تخنیکي ټیمونو د جمعې په ورځ د ټاکنو د شفافیت په مسله خبرې کړي دي چې کیدای شي دا خبرې نورې هم وغځیږي.

ښاغلي احمدزي دوه امریکايي‌ سناتورانو سره د خپلو خبرو په باب وویل چې هغوی سره د کتلو نه ددې انتباه داده چې ښاغلی عبدالله عبدالله به بیرته ټاکنیز بهیر ته ور ستون شي.

تراوسه د ټاکنو خپلواکه کمیسیون د ښاغلي احمدزي په څرګندونو تبصره نه ده کړې، خو ددغه کمیسیون رییس تیره هفته خبریالانو ته ویلي وو چې کمیسیون په پام کې لري چې د جوزا د څلورویشتمې ورځې د ټاکنو لومړنۍ پایلې د دوشنبې تر ورځې اعلان کړي.

خو د ښاغلي عبدالله د ټاکنیز دفتر رییس نصرالله بریالی ارسلايي‌ اوړمه ورځ په یو خبري کنفرانس کې د ټاکنو د خپلواک کمیسیون نه د لومړنیو پایلو د اعلان د ځنډیدو غوښتنه کړې وه او ویلي وو که چیرې د ټاکنو خپلواکه کمیسیون د پاکو رایو نه د ناپاکو رایو د لیرې کولو پرته پایلې اعلان کړي، دوی ته به د منلو نه وي.

XS
SM
MD
LG