د لاس رسي وړ اتصالات

سناتور لیون: کاندیدان به د ټاکنو پایلې ومني


امریکايي سناتور کارل لیون په کابل کې خبرې کنفرانس ته د وینا په وخت
امریکايي سناتور کارل لیون په کابل کې خبرې کنفرانس ته د وینا په وخت

د امریکا په سنا کې د میشګن ایالت دغه مخکښ سناتور چې افغانستان ته راغلی، د ولسمشرۍ له دواړو کاندیدانو اشرف غني احمدزي او عبدالله عبدالله سره له کتنې وروسته خبریالانو ته وویل، چې د دواړو کاندیدانو له لورې ډاډ ورکړل شوی دی، چې د ټاکنو پایلې به ومني.

سناتور لیون چې د امریکا په سفارت کې نن یکشنبه مازدیګر خبریالانو ته د خپل سفر په هکله توضیحات ورکول وویل، وروسته له دې د ټاکنو د کمیسیون له لورې ژوره او پراخه څېړنه د رایو په تړاو چې همدا اوس د ټاکنو د کمیسیون له خوا روانه ده، بشپړه شي او پایلې اعلان شي، د کاندیدانو لپاره به د منلو وړ وي.

سناتور لیون وايي، دواړو کاندیدانو د ټاکنو د کمیسیون له اړخه په ترسره کېدونکې څېړنه یا تفتیش باندې موافقه ښودلې ده.

امریکايي سناتور وايي، دی تمه ښيي چې سبا به د ټاکنو خپلواک کمیسیون یا ابتدائي او یا هم قسمي پایلې اعلان کړي.

د ټاکنو د کمیسیون مشر احمد یوسف نورستاني نن خبریالانو ته ویلي وو، چې انشاءالله د ټاکنو پایلې به اعلان کړي.

خو سناتور لیون وايي، که د ټاکنو کمیسیون د ټاکنو قسمي پایلې اعلانوي نو د ابتدائي پایلو د اعلان ځنډ به د تفتیش له امله وي.

امریکايي سناتور وايي، امریکا پدغو ټاکنو کې یې هیڅ راز لاسوهنه نده کړې او نه یې هم کوي.

هغه زیاته کړه چې امریکا په افغانستان کې د داسې ټاکنو د پایلو د اعلان ملاتړ کوي، چې افغان ولس ته د منلو وي.

امریکايي سناتور د ټاکنو په ورځ د افغانانو ګډون هم وستایه.

دا امریکايي سناتور چې په امریکا کې یو له مخکښو سناتورانو دی، د ټاکنو د دوهم پړاو له ورځې راورسته د ټاکنو په اړوند په راپورته شوې لانجې افغانستان ته راځي.

تر دې وړاندې د جمعې په ورځ امریکايي سناتوران جان مکین او لینزی ګراهم هم راغلي وو او د ټاکنو په اړوند یې د ولسمشرۍ له کاندیدانو سره کتلي دي.

XS
SM
MD
LG